اسلام آباد 29مئی(اے پی پی)د خزانې وفاقي وزير سناتور اسحاق ډار وئېلي دي فاټا٬آزاد كشمير او ګلګت بلتستان پرمختګ لپاره صوبو له د قابل تقسيم محاصل برخې څخه فنډ وركول پكار دي?? په امنيتي معاملاتو هر كال 90 نه تر 100 اربه روپۍ خرڅ كېږي٬٬د ټېكس وصولي زياتېږي۔ګل په ورځ سېنېټ كښې سناتور الياس بلور د اعتراض په نكته ځواب كښې ده ووئيل د شريكې ګټې كونسل په غونډه كښې هم د آ??اد كشمير وزيراعظم٬د ګلګت بلتستان اعلٰی وزير او د خېبرپښتونخوا ګورنر دا معامله پورته كړې وه٬په امنيتي معاملاتو هر كال 90 نه تر 100 اربه روپۍ خرڅ كېږي٬ ده ووئېل دا كال هم 90 اربه ورپۍ دې مقص?? لپاره بېلې كړی شوي ٬د دې فنډز سره به د آ??ي ډي پيز بحالي او رغونې كار هم ترسره شي او 57 سول آرمډ به جوړولې شي۔ ده ووئېل ايئرفورس ٬پاك پوځ او سول آرمډ ضروريات پوره كولو لپاره د قابل تقسيم محاصل څخه وفاق او صوبې د خپلې برخې څخه نور فنډز هم وركولې شي ځكه چې په امنيتي آپرېشن اضافي خرڅ راځي۔ده ووئېل د فاټا٬آزاد جمو و كشمير او ګلګت بلتستان پرمختيائي پروګرامو لپاره د فنډز بېلول د دوي حق دے۔ده ووئيل د بجټ نه وروستو به د څلورو واړو صوبو اعلٰی وزيران راغوښتې شي او د?? سره ب پريكړه كولې شي۔ ده ووئېل د پارلمان دواړو ايوانونو له هم په دې لړ كښې خپل كردار ترسره كول وي او په صوبو فشار اچول پكار دي چې د فاټا٬آزاد كشمير او ګلګت بلتستان لپاره فنډ بېل كړي
د فاټا٬آزاد جمو و كشمير او ګلګت بلتستان پرمختيائي پروګرامو لپاره فنډز بېلول د دوي حق دے
مضمون کا ماخذ : جنگل کی روح: جنگلی کی کال