اسلام آباد ۔ 11 مارچ (اے پی پی) د تعليم ٬ پروفېشنل ټرېننګ ٬ قامي تاريخ او ادبي ورثې وفاقي وزير شفقت محمود وئيلي دي د وزيراعظم عمران خان د سپارښتنې ترمخه د عظيمې تاريخي ورثې ساتنې لپاره عملي ګامونه پورته كولې شي۔ د كوم هم هېواد پېژندګلو كښ?? كلتوري ورثه مهم حېثيت لري۔ د اېډوائزري كمېټي آف هېرېټېج اولنۍ غونډې مشري كولو په مهال وفاقي وزير ووئيل د كلتوري ورثې محفوظولو او بحالۍ سره به نه يواځې د هېواد مثبت تشخص رامخې ته شي بلكې كلچرل ټورازم ته به وده هم ترلاسه شي۔ ده ووئيل حكومت د عظيمې كلتوري ورثې محفوظولو له عملي ګامونه پورته كوي۔ په دې لړ كښ?? د وزيراعظم په هدايت اېډوائزری کمیټی آف هېرېټېج جوړه كړې شوې كومې ته چې دا مېنډېټ وركړې شوې چې هېواد كښ?? داسې ځايونه په ګوته كړي او د حفاظت ٬ بحالۍ او پياوړتيا له وړاندېزونه وركړي۔ وفاقي وزير ووئيل په دې لړ كښ?? په صوبائي كچه هم كمېټۍ جوړې كړې شوي۔ دې څخه وروستو به د دې دائره كار ضلعې كچې ته پراخه كړې شي او په تاريخي ودانو كښ?? خوښي لرونكي رضاكار به هم دې كېمټيو كښ?? شامل كړې شي۔ ده ووئېل د نېشنل میوزیم کراچۍ په حقله د سپريم كورټ په پرېكړه به عمل كولې شي۔ غونډه كښ?? د قامي تاريخ او ادبي ورثې سېكتر انجینئر عامر رضا، جوائنټ ??ېک??ر او ډی جی ډیپارټمنټ آف آرکیالوجی اېنډ ??یوزیم سید جنید اخلاق او نورو ګډون وكړو۔ د غونډې په مهال جوائنټ ??ېک??ر سید جنېد اخلاق ګډون كوؤنكو ته بريفنګ وركړو۔ غونډې ته ووئيل شول پاکستان كښ?? د 10 زرو نه زياتې تاريخي او مذهبي ودانۍ موجود دي د كومو ريكارډ چې مرتب كولې شي۔ غونډه كښ?? د كمېټۍ غړو د قامي او تاريخي ورثې بحالۍ له وړاندېزونه وركړل۔
د وزيراعظم عمران خان سپارښټنې ترمخه د تاريخي ورثې ساتنې له عملي ګامونه پورته كولې شي۔
مضمون کا ماخذ : bolão dupla sena