اسلام آباد 17 جون (اے پي پي)صدر ډاكټر عارف علوي وفاقي او صوبائي حكومتونو ته وئېلي دي چې د پشكال بارانونو اوبه محفوظ كولو لپاره د ټولو ضروري اقداماتو كولو ضرورت دے ٬دې سره به معاشي پرمختګ باوري كولو لپاره د اوبو څخه ارزانه برېښنا او د خوراك او څښاك پېداوار كښې اضافه وشي۔د اولس د ځان او مال ساتنې لپاره دې په هېواد كښې د سېلاب پشان صورتحال مخ نيوي لپاره ټول احتياطي تدابير وكړے شي۔د جمعې په ورځ د ايوان صدر پرېس څانګې لخوا جاري بيان له مخې صدر مملكت وئېلي دي د پشكال بارانونه به د اوبو وسيلو او په زمكه كښې لاندې د اوبو ذخيرې ډكولو لپاره مرستياله وګرځي٬د پشكال بارانونو سره به په فصل ښه اثرات مرتب شي٬د وريژو٬غنمو٬ګني٬د تېلو تخم٬دالونو٬سبزيانو٬ميوو او د ډېري مصنوعاتو معيار او مقدار به ښه شي٬د بارانونو مقدار به د غلې او غذائي پیداوار ټاكنه وكړي۔صدر ووئيل كه مونږ د لوي څښتن د دې نعمت په استعمال كښې پاتې راغلو نو زمونږ پېداوار به متاثره شي٬د زرعي پیداوار متاثره كېدو په سبب به مونږ ته ګران خوراك د بهر نه راغوښتل وي۔ده ووئيل د پشكال بارانونو اوبه محفوظ كولو لپاره د ټولو ضروري اقداماتو كولو ضرورت دے ٬دې سره به معاشي پرمختګ باوري كولو لپاره د اوبو څخه ارزانه برېښنا او د خوراك او څښاك پېداوار كښې اضافه وشي۔ده ووئېل اولس د ځان او مال ساتنې لپاره دې په هېواد كښې د سېلاب پشان صورتحال مخ نيوي لپاره ټول احتياطي تدابير وكړے شي۔ده ووئيل مونږ ته به د اوبو په اهميت ځان پوهه كول او د دې قدرتي ذخيرې محفوظولو لپاره هڅې كول وي
د پشكال بارانونو اوبه محفوظ كولو لپاره د ټولو ضروري اقداماتو كوول ضرورت دے۔صدر ډاكټر عارف علوي
مضمون کا ماخذ : ریل رش