اسلام آباد 02 ستمبر (اے پي پي)صدر ډاكټر عارف علوي ټولو حكومتونو او سياسي ګوندونو ته خواست كړے چې د سياست نه غېر دې د سېلاب ځپليو مرستې ته پام وكړي۔ده ټولو ته وئېلي دي چې د پاكستان اولس٬كاروباري ادارې٬سول سوسائټي او د انساني مرستې تنظيمونه فعاله كولو لپاره دې ??ه ټول هېواد ??ښې كمپائن پیل كړے شي ٬سول او پوځي انتظاميه سره دې د سېلاب ځپليو بچ كولو٬د دوي بحالۍ او د تباه شوي انفراسټركچر بيا رغونې لپاره كار وكړي۔ده دا خبرې د جمعې په ورځ په ايوان صدر ??ښې سينئر خبريالانو مجيب الرحمان شامي٬سهيل وړائچ٬ګوهر زاهد ملك٬اويس راؤف او نواب كيفي سره د ملاقات په مهال په خپلو خبرو ??ښې وكړې۔د خېبرپښتونخوا٬د سوئېلي پنجاب٬سندھ او بلوچستان د سېلاب ځپليو سيمو د دورې په مهال صدر مملكت خبريالانو سره په خبرو ??ښې ووئيل په پاكستان ??ښې د سېلاب تباهي د ګلوبل وارمنګ او د موسمياتي بدلون په وجه ده ٬ كه هر څو د نړيوال كاربن په اخراج ??ښې د پاكسان برخه د يو فيصد نه هم لږه ده۔ده ووئيل ب??يد پرمختللې نړۍ خلقو ته په دې ??ړ ??ښې معاوضه ادا كړي ځكه چې هغه په ګلوبل وارمنګ او موسمياتي بدلون ??ښې لويه برخه لري۔صدر مملكت ووئيل په پاكستان ??ښې د موسمياتي بدلون تباهۍ د 3 كروړه 30 لكه نه زيات خلق ځپلې دي٬د 350 نه د زياتو ماشومانو پشمول 1100 كسانو خپل ژوند د لاسه وركړے٬د 1600 نه زيات خلق ژوبل شوي٬لس لكه كورونو ته جزوي يا په مكمل توګه زيان رسېدلے٬كلي تباه شوي٬ د 735000 نه زيات څاروي مړه شوي٬په 20 لكه ايكړه ولاړ فصلونه تر اوبو لاندې شوي٬ د مواصلاتو سخت زيان شوے۔ده ووئيل د ځنګلات رقبې زياتولو٬د توان متبادل ذريعې كارولو او د موسمياتي بدلون آغېز كمولو لپاره د ډيلۍ ايكشن او لويو بندونو جوړولو لپاره په ټول هېواد ??ښې د كمپائن چلولو ضرورت دے۔د يوې پوښتنې په ځواب ??ښې صدر د خارجه وزارت د بيان توثيق وكړو او په افغانستان ??ښې د امريكې د ترهه ګرۍ د مخ نيوي په ډرون عملياتو ??ښې يې د پاكستان د فضائي حدودو د استعمال په اړه د افغانستان د دفاع لنډ مهاله وزير په تورونو اندېښنه وښودله۔ده ووئيل د كوم ثبوت په نشتوالي ??ښې لكه څنګه چې پخپله افغان وزير اعتراف كړے٬داسې فرضي تورونه لګول ډېر د افسوس وړ دي۔پاكستان د ټولو رياستونو په خپلواكۍ او سيمه ايز سلامتيا باور لري۔
د سياست نه غېر د سېلاب ځپليو مرستې ته د پام كولو ضرورت دے ۔د صدر ډاكټر عارف علوي سينئر خبريالانو سره خبرې
مضمون کا ماخذ : سٹاربرسٹ