اسلام آباد ۔ 22 جولائی(اے پی پی)سېنټ مق??وض?? كشمير كښې د هندي بربريت ٬ د رياستي ترهه ګرۍ او په بې ګناه كشميريانو د هند زور زياتي په ضد مظلومو كشميريانو سره د يووالي قرارداد منظور كړے دے ۔ د جمعې په ورځ د سېنټ غونډې په مهال د حكومتي ډلې مشر راجه ظفر الحق په دې لړ كښې قرارداد وړاندے كړو۔ قرارداد كښې وئيلي شوي دي سېنټ مق??وض?? كشمير كښې د رياستي ترهه ګرۍ ‘ د بشري حقونو خلاف ورزيو او په ميډيا د هند د بندېز غندنه كوي او مظلومو كشميريانو سره پ?? بشپړه توګه د يووالي څرګندونه كوي كومو چ?? آزادۍ لپاره پخپله تحريك پېل كړې۔ قرارداد كښې ووئيلے شول د برهان ظفر واني شهادت نه پس تر دې دمه د هند قابض امنيتي ځواكونو د لاسه 50 كسه شهيدان او 3500 نه زيات ژوبل شوي او 150 كسان د سترګو نظر څخه محرومه شوي۔ څلوېښت لکهھ وداني لرونكي رياست له هند 7 لكھھ پوځ تعينات كړې۔ په مق??وض?? کشمیر كښې پبلک سېفټی اېکټ او د سپېشل پاور اېکټ په شمول بېل تور قانونونه نافذ دي۔ كوم چې بايد په سمدستي توګه ختم كړې شي۔ ولې چې دا د انسانيت په ضد دي۔ هند د انسانيت په ضد د جرمونو مرتكب كيږي او مق??وض?? كشمير كښې خطرناكه وسله كاروي۔ په پرنټ او الېکټرانک میډیا بندېز لګولو مقصد حقيقت ٬ ريښتيا او ظالمانه هتهكنډې پټول دي۔ سېنټ د وفاقی برخو د جذباتو تر مخه د هند مق??وض?? كشمير كښې د بشري حقونو د سختو خلاف ورزيو او بربريت غندنه كوي او په ټولو نړيوالو ٬ پارلماني ادارو ٬ د بشري حقونو تنظيمونو ٬ سول سوسائټۍ او ميډيا زور راوړي چې هغوي د كشميري اولس د خپلواكۍ حق له د ملګرو ملتونو قراردادونه عملي كولو له خپل كردار ترسره كړي۔دغسې غونډې د تحريك په يوه خله منظوري وركړه۔
رياستي ترهه ګرۍ او په بې ګناه كشميريانو د هند زور زياتي په ضد مظلومو كشميريانو سره د يووالي څرګندونې لپاره قرارداد منظور كړو
مضمون کا ماخذ : پھل اور سات