اسلام آباد 30 اکتوبر (اے پي پي) د كيوبا نائب اولس مشر رابرټو مورالز اوجېدا٬ خارجه و??ير شاه محمود قريشي سره ملاقات كړے ۔ د ملاقات په مهال دواړه هېوادونه د دارو جوړونكو٬ طب او بائيو ټېكنالوجې په څانګو كښې د دوه اړخيزه مرستې په و??ه سلا شوي دي ۔ د دې نه علاوه ?? پاكستان او كيوبا ترمېنځه په سركاري او سفارتي پاسپورټ د وېزې شرط په جزوي توګه د ختمولو لوظنامه شوې ۔ د شورو په و??ځ په خارجه و??ارت كښې د كيوبان نائب اولس مشر رابرټو موالرز اوجېدا او د خارجه و??ير مخدوم شاه محمود قريشي په موجودګې كښې ?? پاكستان لخوا د كورنيو چارو سېكتر اعظم سلېمان او د كيوبا لخوا په پاكستان كښې د كيوبا سفير ګېبرېل كاپوتے لوظنامه لاسليك كړه۔ د دې اطلاق به په سركاري پاسپورټ لرونكو او سفارتي منصب لرونكو كېږي۔ د خارجه دفتر وياند له مخې خارجه و??ارت ته په رسېدو خارجه و??ير شاه محمود قريشي د كيوبا د پلاوي هركلې وكړو۔ د ملاقات په مهال په دوه اړخيزه اړيكو او د مقبوض?? جمو او كشمير صورتحال پشمول د شريكې خوښې په چارو خبرې وشوې۔ خارجه و??ير شاه محمود قريشي ووئيل پاكستان كيوبا سره خپلو دوه اړخيزه اړيكو ته ډېر د قدر په سترګه ګوري٬ كيوبا تل په سخت وخت كښې ?? پاكستان ملګرتيا كړې۔ خارجه و??ير د كيوبا اولس مشر د مقبوض?? جمو او كشمير د تازه صورتحال نه خبر كړو او وې وئيل د اګست په 5مه نېټه د هند غېر آئيني اقدام د منطقې امن خطر سره مخ كړے۔ د هند لخوا د بشري حقونو څخه د س??غړ??نو لړې روانه ده او د تېرو 87 ورځو نه هند په مقبوض?? جمو او كشمير كښې كرفيو روانه ساتلې ده۔ ده ووئيل د كيوبا پشمول نړيوالې ټولنې له به په هند د مسئلې حل له فشار اچول وي۔
د كيوبا نائب اولس مشر رابرټو مورالز اوجېدا٬ خارجه وزير شاه محمود قريشي سره ملاقات
مضمون کا ماخذ : ہرکیولس اور پیگاسس