اسلام آباد 09ستمبر (اے پي پي)داخله وزير شېخ رشيد احمد وئېلي دي مونږ په افغانستان كښې امن او استحكام غواړو٬مونږ په خپل ګاونډ كښې اړے ګړے ليدل نه غواړو ٬د افغانستان په ګاونډ كښې د پرتو 6 هېوادونو پريكړه ډېره د اهميت وړ ده٬مونږ غواړو چې ټول هېوادونه په مشاورت په ګډه پريكړه وكړي۔ مريم نواز د زيان سياست كوي٬نواز شريف كه هېواد ته راستنېدل غواړي نو هغه له به په 24 ساعته كښې پاسپورټ وركولے شي ۔د دې خيالاتو څرګندونه د زيارت په ورځ ده نجي ټي وي چينل پروګرام كښې وكړه۔ده ووئيل پاكستان او د منطقې لپاره راروانې پنځه شپږ مياشتې ډېرې مهمې دي٬وزيراعظم عمران خان په دې موقع يو مهم كردار ترسره كونكے دے۔د افغانستان لپاره چين او پاكستان هم د مرستې اعلان كړے۔ده ووئيل د طالبانو حكومت د تسليمولو تراوسه پريكړه نه ده شوې ٬په 16ستمبر د وزيراعظم عمران خان د روسيه صدر ولادي مير پيوټن سره ملاقات دے دغسې وزيراعظم به د ايران٬ازبكستان٬صدرانو سره هم ملاقاتونه كوي۔د افغانستان شپږ ګاونډيان هېوادونه به په خپلو كښې په مشاورت كومه پريكړه كوي۔ده ووئيل مونږ په ګاونډ كښې اړے ګړے ليدل نه غواړو٬په افغانستان ګښې امن او استحكام غواړو۔پاكستان به په سوچ او غور پريكړه كوي٬مونږ نړۍ به نه خفه كوو او د دې سره سره به هڅې كوو چې په افغانستان كښې عدم استحكام او د افغان اولس ښېګړی له اقدامات وكړی شو۔د يوې پوښتنې په ځواب ده ووئيل په افغانستان كښې د طالبانو راتللو سره هند ته زور رسېدلے٬په 31مه نېټه انخلا شوې٬د طالبانو تراوسه يوازې 9 ورځې تېرې شوي۔هند نه يوازې 66 كېمپس چلول بلكې خپلې قونصلګرۍ يې زمونږ په ضد كارولي۔د دې نه پس كه په راروانو څو ورځو كښې د ټي ټي پي سره معامله ترسره كېږي نو په هند كښې به لا ماتم خپور شي۔
مونږ په افغانستان كښې امن او استحكام غواړو٬مونږ په خپل ګاونډ كښې اړے ګړے ليدل نه غواړو ٬د افغانستان په ګاونډ كښې د پرتو 6 هېوادونو پريكړه ډېره د اهميت وړ ده۔داخله وزير شېخ رشيد احمد
مضمون کا ماخذ : bolão lotofácil