اسلام آباد۔14اپرېل(اے پی پی) وزیراعظم شهباز شریف د پشاور موړ څخه تر نیو اسلام آباد ایئرپورټ مېټرو بس منصوبې دوره وكړه ٬ منصوبه كښې د شوي تاخير د پلټنيو حكم او خلكو ته د سفر غوره او معياري آسانۍ و??كو??و له يۍ د بهاره كهو او روات په روټس مېټرو بس چلولو له د فوري فزېبلټي تيارولو هدايت وكړو۔ د زيارت په ورځ وزيراعظم سهار 7 بجې په مېټرو بس سروس د روان كار جاج اخستلو له د پشاور موړ مېټرو بس سائټ ته ورسېد۔ د مسلم ليګ نون لارښود احسن اقبال ٬ انجم عقيل خان ٬ حنيف عباسي ٬ مريم اورنګزېب او ډاكټر طارق فضل چوهدري هم ده سره و۔ وزیراعظم ته د سي ډي اے او اېن اېچ اے چارواكو د منصوبې په اړه بشپړه بريفنګ وركړو۔ وزیراعظم ته ووئ??لې شؤ چې د خالي ورځې نه به 15 بسونه په دې روټس چلول پېل كړې شي او تر 5 مئي به نور 30 بسونه راورسي٬ دا منصوبه په ك??ل 2018 كښې ترسره كېدل وو خو تاخير سره مخ پاتې شوه۔ وزیراعظم په منصوبه كښې په تاخير د ناراضګۍ څرګندونه كولو سره ووئيل تر دې دمه 16 اربه روپۍ مصرف شوي دي او د دې باوجود دا منصوبه د ځنډ ښكار پاتې شوې ده كومه چې د افسوس وړ خبره ده۔ ده ووئيل منصوبه كښې د تاخېر هېڅ جواز نه جوړېږي۔ وزيراعظم ووئيل د تاخير بايد پلټنې وكړې شي او دې ??قصد لپاره دې ??مېټي جوړه كړې شي۔ ده ووئيل زه غواړم چې پرېكړې په وخت ولې ونشوې او په دې ??ښې تاخېر ولې شوې دې٬ دا د قوم پېسه ده د كومې ګټه چې قوم ته نه ده رسولې شوې۔ وزیراعظم هدايت وكړو چې په موټروے دے هم يو مېټرو سټېشن جوړ كړې شي ٬ كه دغلته مېټرو سټېشن نه وي نو د دې ??نصوبې ګټه به ټولو خلكو ته ونه رسي۔ دې ??پاره كه كوم شټل سروس چلول وي هغه دې ??چلولې شي۔ ده ووئيل په موټروے دې ??ېټرو سټېشن په بېړني بنيادونو جوړ كړې شي۔ وزیراعظم ووئيل د الېكټرانك ټكټنګ عمل چې تر كومې بشپړ نه شي د ټكټونو اجراﺀ دې ??ېنول طريقې سره وكړې شي او د روژې مباركې مي??شت كښې دې ??ېړيا مېټرو بسونه وچلولې شي دغسې چې د دې ??قدسې مياشتې په مهال وګړو ته د سفر آسانۍ وركړې شي۔ وزیراعظم هدايت وكړو چې ایئرپورټ ته تلونكو مسافرو لپاره دې بسونو كښې د سامان اېښودلو انتظام هم وكړې شي۔ ده ووئيل د اولسي ګټې منصوبې بايد زر تر زره ترسره كړې شي۔ وزیراعظم د اسلام آباد او دې سره د تړلو سيمو وګړو ته د معياري او غوره سفري آسانۍ و??كو??و له د بهاره كهو او روات په روټس مېټرو بس چلولو له د فوري فزېبلټي تيارولو هدايت وكړو۔ وزيراعظم په مېټرو بس كښې سفر وكړو او د روان كار معائنه يۍ وكړه۔
د وزيراعظم شهباز شريف د پشاور موړ نه تر نيو اسلام آباد ايئرپورټ مېټرو بس منصوبې دوره ٬ منصوبه كښې د تاخير د پلټنيو حكم ٬ د بهاره كهو او روات په روټس مېټرو بس چلولو له د فوري فزېبلټي تيارولو هدايت
مضمون کا ماخذ : لیپریچون کی خوش قسمتی۔