اسلام آباد 12 فروری (اے پي پي﴾ سپريم كورټ د وزيراعظم شاهد خاقان عباسي د نااهلۍ او قطر سره د اېل اېن جي لوظ نامې منسوخ كولو په اړه د شېخ رشيد درخواست خارج كړېدې ۔د اورېدنې په مهال چيف جسټس آف پاكستان ميا ثاقب نثار ريماركس وركولو سره وو??يل د كېس جاج اخستو څخه ور??ست?? په دې نتيجه رسېدلې يو چې دا خواست د آئين آرټيكل 3 ٬ 184 پ?? زمره كښې نه راځي۔ده ووئېل شاهد خاقان عباسي د كوم آرټيكل ترمخه نااهل كړو مونږ ته حقائق وښايه۔ زمونږ په خيال د اېل اېن جي لوظ نامه د دوو حكومتونو ترمينځه شوې وه او په لوظ نامه كښې به د ضروري څيزونو خيال ساتلې شوې وو٬ ده ووئېل خواست كونكې د اېل اېن جي په لوظ نامه كښې د كرپشن پلټنو له اړوندو ادارو سره خبره كولې شي٬په دا??ې كيسونو كښې به لاس وهنه نه كوو۔وړاندې د ريكوډېك او سټل ملز په ډول مقدمو په سوب په نړيواله توګ?? هېواد ته زيان رسېدلې٬په نړيواله كچه مونږه شرمندګۍ سره مخ شوي يو٬اوس به مونږ سياسي مقدمې نه شو اورېدلې۔ چيف جسټس ووئېل كه پلټنې غواړې نو نېب ته لاړ شه نېب آزاده اداره ده۔پ?? هېواد كښې ادارې دې لپاره جوړې كړی شوي چې هغه قامي خزانې سره اړوندې چارې وګوري۔د ګل په ورځ د چيف جسټس ميا ثاقب نثار پھ مشرۍ كښې درې كسيزه بېنچ سماعت وكړو نو د شېخ رشيد وكيل سردار لطيف كهوسه موقف اختيار كړو چې دا مقدمه په درېم ځل عدالت ته راغلې۔درې ځله د عدالتي احكاماتو خلاف ورزي شوې۔په دې چيف جسټس وو??يل مونږ ته دې حقائق راكړې شي او دا دې ووئيلې شي چې وزيراعظم د كوم آرټيكل ترمخه نااهل كړو۔چيف جسټس وو??يل دا مقدمه د بنيادي بشري حقونو آرټيكل پھ زمره كښې نه راځي او مونږ سياسي مقدمې اورېدل نه غواړو۔ عدالت ووئېل نېب د كرپشن معاملې پلټنې كولې شي۔د عدالتي پرېكړو په تناظر كښې نېب ته رجوع كېدې شي٬مونږ تاسو نېب ته نه لېږو٬تاسو پخپله نېب ته رجوع كولې شي ٬ دغسې ٬عدالت د دلائلو اورېدو څخه ور??ست?? د وزيراعظم د نااهلۍ او د اېل اېن جي لوظ نامې منسوخ كولو لپاره دا??ر كړی خواستونه خارج كړل
سپريم كورټ د وزيراعظم شاهد خاقان عباسي د نااهلۍ او قطر سره د اېل اېن جي لوظ نامې منسوخ كولو په اړه د شېخ رشيد درخواست خارج كړو
مضمون کا ماخذ : لاٹری کی موبائل ایپ