اسلام آباد۔5دسمبر(اے پی پی) د ځوانانو چارو لپاره د وزيراعظم خاص مرستيال عثمان ډار د “کامياب يوتھ سپورټس ډرائيو” د انتظاماتو او ځوانانو ته د وزيراعظم عمران خان خطاب لپاره د تياريانو او سيکورټي انتظاماتو جاج اخستو لپاره د اتوار په ورځ د جناح اسټېډيم دوره وكړه۔ په دې موقعه د وزير اعظم امنيتي ټيم هم د انتظاماتو جاج واخست۔ وزيراعظم عمران خان به د دسمبر په شپږمه نيټه كامياب جوان سپورټس ډرائيو پېل كوي او په دې لړ کښې د اسلام آباد په جناح سټيډيم کښې ايونټ لپاره انتظاماتو ته حتمي شكل وركولې شي۔ د اتوار په ورځ په جناح سټيډيم کښې د ايونټ په ريهرسل کښې په زرګونو لوبغاړي برخه اخلي، ټول جناح سټيډيم په ښکلې توګه سينګار کړے شوے دے، وزيراعظم عمران خان به كامياب جوان اسپورټس ډرائيو كمپائن د مشال رڼا كولو سره پېل كوي۔ په جناح اسټېډيم كښې 40 زره ځوانان ګډون كوي۔
د عثمان ډار د”کامیاب جوان اسپورټس ډرائیو” انتظاماتو جاج اخستو له د جناح اسټېډيم دوره
مضمون کا ماخذ : جوگوس ڈی لوٹیریا آن لائن