اسلام آب??د 11 جولائي (اے پي پي) د كورنيو چ??رو وفاقي وزير چوهدري نثارعلي خان وئيلي دي ټول هېواد كښې د شناختي كارډ تصديق كولو كمپائن كښې د اولس برخه اخستل د ډاډ وړ ده ٬د اولس لخوا كمپائن كښې ګډون كوم چې د امنيت په غرض پېل شوے اهميت لري او د كمپائن كاميابۍ هم خوشبينه ده?? دا خبرې ده د ګل په ورځ داخله وزارت كښې د شناختي كارډ تصديق په لړ كښې غونډې ته وكړې ۔ په غونډه كښې د كورنيو چ??رو سېكتر ، د نادرا لنډ مهاله چیئرمېن ،د اېئر ونګ ډي جي او د داخله وزارت او نادرا چارواكو ګډون كولو۔ د بريفنګ په مهال داخله وزير ته د نادرا چارواكو ووئيل نادرا لخوا لا د اېس اېم اېس لېږل نه دې پېل كړې شوې خو د جولائي وړومبۍ نيټې د كمپائن پېل نه تر اوسه نادرا ت?? څلور لكه اېس اېم اېس راغلې دې چې پكښې 13 زره څخه زياتو خلقو د خپلې كورنۍ په رېكارډ كښې د غېر متعلقه خلقو د شتوالې ګېلې كړې دي شكايت چې پكښې په دريو كښې يوه برخه د خارجيانو ده چا چې په غېر قانوني توګه پاكستاني شناختي كارډونه ترلاسه كړي دې ۔ د كورنيو چ??رو وفاقي وزير ته وئيلې شول د خارجيانو پحلقه معلوماتو لپاره د نادرا لخوا په هېلپ لائن د اولس رسپانس هم د ډاډ وړ دے٬ تر اوسه د تېلې فون د لارې د اطلاع په بنياد د 50 نه زيات كېسونه د نادرا اېجېلنس ډيپارټمنيټ ته لېږلې شوې دغسې چې په دې لړ كښې نورې پلټنې وكړې شي۔د يادونې وړ ده د داخله وزير په سپارښتنه د نادرا لخوا ټول هېواد كښې د شناختي كارډونو د تصديق عمل روان دے كوم چې به په 6 مياشتو كښې بشپړولې شي۔په دې كمپائن كښې به وګړې په 8008 خپل شناختي كارډ لمبر لېږې او د خپلې كورنۍ پحقله د معلوماتو نه به ځان خبروې۔
د شناختي كارډ تصديق كولو كمپائن كښې د اولس برخه اخستل د ډاډ وړ ده
مضمون کا ماخذ : مایا کا عروج