سرینګر۔12اکتوبر(اے پی پی) په غېر قانوني توګه د هند نيولې شوي جمو و كشمير كښې هندي عسكرو د خپلې رياستي ترهګرۍ په تازه كارروائيو كښې د نهې په ورځ نور درې كشميري ځوانان شهيد كړل۔ د كشمير ميډيا سروس لمخې عسكرو دا ځوانان د شوپياں ضلعې په تل رن سيمه كښې د لټون او محاصرې يوې كارروائۍ په مهال شهيد كړل۔ تر آخري اطلاع ترلاسه كېدو په دغه سيمه كښې پوځي كارروائي روانه وه۔ دا خبره دې ياده وي چې د تېره ورځ هندي عسكرو په اسلام آباد او بانډي پوره ضلعو كښې دوه كشميري ځوانان شهيد كړي وو ٬ بلخوا په پونچ كښې د يو بريد په نتيجه كښې 5 هندي عسكر مړه شوې وو
مضمون کا ماخذ : como ganhar na quina