اسلام آباد 28 جنوري (اے پي پي) د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير چوهدري فواد حس??ن وئېلي دي نن اپوزېشن پ?? سېنېټ كښې بدتره ماتې سره مخ شوے ٬ ثابته شوې چې ټول ګوندونه په ګډه هم د عمران خان پ?? وړاندې هېڅ نه دي٬نواز شريف راځي نه بلكې راوستلے شي۔شاهد خاقان عباسي او ځينې دوستان د نواز شريف په ضد د ??دم اعتماد راوړلو اراده لري۔ده دا خبرې د جمعې په ورځ مېډيا سره په خبرو ك??ې وكړې۔ده ووئيل د سېنېټ څخه د بل منظورۍ نه پس د آئي اېم ??ېف شرائط پوره كړې شوي۔د بل منظورۍ نه پس به د پاكستان پ?? معيشت كښې استحكام راشي٬د روپۍ قدر به مستحكم شي۔ده ووئيل آئي اېم ??ېف سره د لوظ نامې نه پس كرېډېټ ريټنګ ښه كېږي۔ده ووئيل نن د بل منظورۍ سره اپوزېشن يو ځل بيا ماتې سره مخ شوے٬كوم اپوزېشن چې په قامي اسمبلۍ كښې د ??دم اعتماد تحريك راوړلو خوب ليدلو هغوي ته معلومه شوه چې د دوي خوب په دې ايوان كښې تعبير نشي موندلے ۔ده ووئيل په سېنېټ كښې اپوزېشن سره د اكثريت د بل په مخ نيوي كښې پاتې راغلے۔ده ووئيل كه مېډيا اپوزېشن ته لفټ ورنه كړي نو دوي سره كوم سكيم نه پاتې كېږي چې په هغې سياست وكړي۔وفاقي وزير ووئيل د نن ماتې د اپوزېشن پ?? سياسي ناكاره كېدو ټاپه لګولې۔د دې ماتې نه پس به اپوزېشن تر څو ورځو په سكون وي۔ده ووئيل په(ن)ليګ كښې د مشرۍ جګړه روانه ده٬په پيپلز پارټي كښې چاته معلومه نه ده چې چاته كومه خبره كول دي٬مولانا فضل الرحمان ريلوكټے دے٬كله هغه د پيپلز او كله د(ن)ليګ ملګرتيا كوي٬هغه د خپلې حلوه او منجن خرڅولو په چكر كښې دے۔د اطلاعات وزير د بل په منظورۍ قام ته په مباركي وركولو ك??ې ووئيل د دې بل منظورۍ نه پس به سټېټ بېنك خپلواكه اداره وي٬د دې به يو طاقتور بورډ وي كوم به چې د پاكستان پ?? معيشت كښې مهم كردار ترسره كړي۔چوهدري فواد حس??ن ووئيل مسلم ليګ(ق)زمونږ اتحادي ګوند دے د (ق)ليګ د دوستانو د خيالاتو احترام كوو۔د يوې پوښتنې په ځواب كښې ده ووئيل شاهد خاقان عباسي او ځينې دوستان د نواز شريف په ضد د ??دم اعتماد راوړلو اراده لري
نن اپوزېشن په سېنېټ كښې بدتره ماتې سره مخ شو ٬ثابته شوې چې ټول ګوندونه په ګډه هم د عمران خان په وړاندې هېڅ نه دي٬نواز شريف راځي نه بلكې راوستلے شي۔د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير چوهدري فواد حسېن مېډيا سره خبرې
مضمون کا ماخذ : ٹکی انماد