تاشقند 23 جون(اے پي پي)د پاکستان او تاجکستان اولس مشرانو د دواړو هېوادونو دوه اړخيزه اړيكې په موثره مرسته بدلولو او د شريك تجارت حجم تر 500 مېليونه ډالرو رسولو ته سلا شوې دې ۔د شنګهائي مرستې تنظيم د مشرانو غونډې په موقع په تاشقند كښې شوي ملاقات كښې اولس مشر ممنون حسېن تاجکستان سره په زياتېدونكو اړيكو د اطمينان څرګندونه كړې۔ده د كاسا 1000 منصوبې په پېل كولو د اولس مشر امام علي رحمانوف له مباركي وركولو سره ووئيل دا منصوبه به د پاكستان د توان كمي ترسره كولو له مرستياله وګرځي۔ده هيله ولرله چې پاکستان، افغانستان او تاجکستان ټرانزټ ټرېډ څخه به شريكه مرسته زياته شي او فضائي٬ زمكيزې او د رېل رابطې به سيمه ايز پرمختګ لپاره ګټورې وګرځي۔د تاجکستان اولس مشر امام علی رحمانون په دې موقع وزیراعظم محمد نواز شریف په روغ صحت د خوشحالۍ څرګندونه وكړه او اولس مشر ممنون حسېن ته ئې ??وئ??ل چې زما نېكې هيلې وزیراعظم محمد نواز شریف ته دې ورسولې شي۔
د اولس مشر ممنون حسېن او تاجكستان اولس مشر امام علي رحمانوف ملاقات
مضمون کا ماخذ : خون چوسنے والے II