اسلام آباد 01 دسمبر(اے پي پي) د تجارت وفاقي وزير انجينئر خرم دستګير خان او د اطلاعات وفاقي پارلماني سېكتر محسن شاهنواز رانجها وئېلي دي عمران خان په نواز شريف كورنۍ د مني لانډرنګ٬اثاثو پټولو او د بډو پشمول 8 بې بنسټھ تورونه لګولي دي ٬ولې سترې محكمې ته يې تر اوسه كوم ثبوت نه دې وړاندې كړې ٬ عدالتي كارواي د حقيقت نه به لرې بيانولو او په پرله پسې دروغو وئېلو عمران خان رښتونے او امين نه دې پاتې شوې ٬ د عمران خان وړومبے وكيل د مقدمې كمزوروالي په سوب په شا شوے۔ده زيارت په ورځ پي آئي ډي مېډيا سنټر كښې خبري كنفرنس ته خطاب كولو۔وفاقي وزير خرم دستګير خان ووئيل د عمران خان په تورونو كښې كرپشن٬مني لانډرنګ٬كيك بيكس٬اثاثې پټول٬قرض معاف كول٬د پليټ 1990 څخه ملكيت٬د دروغو په بنياد په جمهوريت بريد او په ثبوت كښې د كرپشن په ضد د اسد كرل كتاب او د ورځپاڼو ټوټې شاملې دي۔ده ووئيل د بې بنسټه تورونو لګولو څوك پوښتنه كونكے هم نشته٬ ده ووئېل د پي ټي آئي تورونو او دهرنو سياست په سوب د چين اولس مشر دوره او د سي پېك منصوبه 8 مياشتې ځنډ سره مخ شوه وه د دغې ذمه وار څوك دي۔وفاقي وزير خرم دستګير ووئيل تېره ورځ پانامه ليكس كېس ستره محكمه كښې وارېدلې شو ولې د عدالتي پريكړې انتظار نه غېر پي ټي آئي خپل وركړي درې كتابونو او ثبوتونه ردي وګڼل او د وزيراعظم او د هغه د بچو لخوا په داخل كړې شوو دستاويزاتو يې دلائل وركړه۔ده ووئيل عمران خان اولس ګمراه كوي ٬قام ته يې دروغ وئېلي او يو ځل بيا د درغو تورونو په بنياد په جمهوريت بريد كوي۔پارلماني سېكتر بېرسټر محسن شاهنواز رانجها ووئيل عمران خان چې عدالت كښې په اولني ورځ كوم دريځ خپل كړی ؤ د هغې نه يې يوټرن اخستې٬پريكړه تل د ټولې مقدمې اورېدو نه پس كېږي٬ ده ووئېل په ستره محكمه كښې په سياسي بنيادونو پريكړې نه كېږي٬د عمران وړومبې وكيل د كېس كمزوروالي په سوب وروستو شوې٬عمران خان پرله پسې دروغ وائي او دا ګڼي چې زما دروغ رښتيا دي۔ده ووئيل د دې نه به لويه ناكامې څه وي چې د پي ټي آئي وكيلان د خپلو ثبوتونو وړاندې كولو په ځاې د وزيراعظم او د هغه د بچو لخوا په جمع كړې شويو دستاويزاتو د خپل كيس دفاع كوي
عمران خان په نواز شريف كورنۍ د مني لانډرنګ٬اثاثو پټولو او د بډو پشمول 8 بې بنسټھ تورونه لګولي
مضمون کا ماخذ : سلاٹ فادر