اسلام آباد 26 مئي (اے پي پي) د تيرو 24 ساعتونو په مهال د كورونا وائرس له امله پنجاب نه پس خېبرپښتونخوا كښې تر ټولو زيات كسان مړه شوي۔ ټول هېواد كښې د تيرو 24 ساعتو په مهال د كورونا وائرس له امله 65 كسان مړه شوي چې پكښې 23 كسان په وينټيليټرز وؤ۔نېشنل كمانډ اينډ آپريشن سينټر د اړخه جاري شمير له مخي د تيرو 24 ساعتو په مهال ټول هېواد كښې د 2 زره 724 كسانو د كووډ۔ 19 ټيسټ مثبت راغلے۔ د هېواد په لويو 4 ښارونو كښې په وينټيليټرز د كووډ۔ 19 رنځورانو د تناسب په لحاظ سره ملتان كښې 69 فيصد،لاهور كښې 44 فيصد،فيصل آباد كښې 36 فيصد او بهاولپور كښې 38 فيصده رنځوران پراته دي۔دغسې د هېواد څلورو لويو ښارونو كښې د آكسيجن آسانۍ لرونكو كټونو باندې د كورنا مثبت كيسونو د تناسب په لحاظ سره پېښور كښې 38 فيصد،صوابۍ كښې 44 فيصد،ګوجرانواله كښې 45 فيصد او ملتان كښې 57 فيصد رنځوران موجود دي۔ د تيرو 24 ساعتو په مهال د كورونا 59 زره 76 ټيسټونه شوي چې پكښې سنده كښې 18 زره 132، پنجاب كښې 25 زره 245، خېبرپښتونخوا كښې 7 زره 859، اسلام آباد كښې 4 زره 961، بلوچستان كښې يو زر 410،ګلګت بلتستان كښې 459،آزاد كشمير كښې يو زر 10 ټيسټونه شامل دي۔ تر اوسه ټول هېواد كښې د كووډ۔19 څخه د ښه شوو كسانو شميره 8 لكهه 27 زره 843 ته رسيدلي۔ بلوچستان،آزاد كشمير او ګلګت بلتستان كښې د كووډ۔19 كوم هم رنځور دا مهال په وينټيليټرز نشته دغسې ټول هېواد كښې د كووډ۔19 لپاره بيلو كړو وينټيليټرز باندې 517 رنځوران پراته دي۔ ټول هېواد كښې د كووډ۔19 ايكټو كيسونو شميره 60 زره 268 ده او د كورونا وائرس له امله د ځپليو كسانو شميره 9 لكهه 8 زره 576 ده چې پكښې آزاد كشمير كښې 18 زره 940، بلوچستان كښې 24 زره 733، ګلګت بلتستان كښې 5 زره 516، اسلام آباد كښې 80 زره 662، خېبر پښتونخوا كښې يو لكه 30 زره 644، پنجاب كښې 3 لكهه 36 زره 315 او سنده كښې 3 لكهه 11 زره 766 رنځوران شامل دي۔
د تېرو 24 ساعتو په مهال د كورونا وائرس 2724 نوي كيسونه رپورټ شول ,65 كسان مړه شوي نېشنل كمانډ اينډ آپريشن سينټر
مضمون کا ماخذ : loteria com prêmio acumulado