اسلام آباد 07 دسمبر (اے پي پي) اولس مشر ممنون حسېن وئيلي دې د كوڅو د خاورو نه د اقتدار تر پېچلو م??ئل?? يوازنې او بنيادي سوب د ووټ اهميت نه منل او يا د رايو پرېكړې نظر انداز كول دي او دا بنيادي نكته ده چې د كومې په سوب زمونږ په ټولنه كښې سياسي او انتظامي مسئلې راپېدا شوې او وخت سره سره لا زياتېږي ۔ دا خبرې اولس مشر ايوان صدر كښې د نېشنل ووټرز ډے په موقع دستورې ته خپله وېنا كښې وكړې ۔ ده ووئيل دا ورځ د پاكستان وړومبنو ټول ټاكنو په مناسبت د دسمبر په 7مه نيټه لمانځلې شي اودې سره به د ووټ اهميت٬ ګټه او عزت رامخې ته كړې شي او ورسره به خوږ هېواد كښې د جمهوريت بنيادونه لا قوي شي۔ده ووئيل په دې لړ كښې متفقه او كوټلې ضابطه اخلاق هم غېر معمولي اهميت لري۔ده ووئيل د ټاكنو كمېسون دې د ټولو سياسي ګوندونو په مشاورت يوه متفقه ضابطه اخلاق جوړ كړي چې ورته د يو قامي سند حېثيت ترلاسه وي او داسې سند هله غېر متنازعه وي چې ترې د اولس د هيلو عكاسي كېږي ۔ ده ووئيل په دې لړ كښې د الېكشن كمشنر سياسي ګوندونو سره مشاورت ډېر ګټور دے۔اولس مشر ووئيل نېشنل ووټرز ډې لمانځلو سره مونږ له دا درې خبرې ياد ساتل پكار دي چې د ووټ كارولو په وخت مونږ د ترغيب ٬ تحريص او د منفي جذبې څخه ډډه وكړو۔ اولس مشر ممنون حسېن ووئيل هېواد كښې خپلواكه ٬ بې پرې او د سپېځلو ټاكنو بنياد د اولسي شعور په پوخ والي اډاڼه دے چې وړومبۍ ذمه واري ئې په ووټر لسټ كښې د نامو اندراج دے۔په دې موقع د ټاكنو كمېسون چيف كمشنر ??سټ?? (ر) محمد رضا او د ټاكنو كمېسون سېكتر هم وېنا وكړه۔ دستوره كښې وزيرانو او نورو شخصياتو هم ګډون وكړو۔
د مسائلو بنيادي سوب د ووټ اهميت نه منل دي
مضمون کا ماخذ : ایڈونچر کی کتاب