اسلام آباد 16 جنوري (اے پي پي) سېنېټ د هندي وزيراعظم په بې بنسټه پروپېګنډه د نړيوا?? غبرګون د ستائنې قرارداد په اتفاق سره منظور كړو۔ د ګل په ورځ د سېنېټ په غونډه كښې سناتور سحر كامران قرارداد وړاندې كړو چې هندي وزيراعظم په ګوا هند كښې د بركس كنفرنس په مهال ترهګري پاكستان سره منسوب كړې او د هن?? او اسرائيل ترمېنځه ئې يووالي پېدا كړې او د كشمير او فلسطين په مېنځ كښې ئې د مشابهت په پلو اشاره كړې۔ ايوان د هندي وزيراعظم په دې بې بنسټه پروپېګنډه د نړيوالې ټولنې د غبرګون ستائنه كوي۔ ايوان باور لري چې د هندي وزيراعظم لخوا وركړې شوې بيان په مقبوضه كشمير كښې د خلقو په ضد د هن??ي ظلمونو نه د نړيوالې ټولنې د پام بل خوا ګرځولو هڅه وه۔ ايوان وائي چې د پاكستان د خپلواكې او دفاع به هېڅ سودا ونه شي۔ د ترهګرې په ضد جنګ كښې به زمونږ عزم او په نړۍ كښې به امن او همغږي وده وكړي۔ حكومت د قرارداد مخالفت ونه كړو ۔ چيئرمېن د ايوان رايه ترلاسه كړه او ايوان په اتفاق سره د قرارداد منظوري وركړه۔
سېنېټ د هندي وزيراعظم په بې بنسټه پروپېګنډه د نړيوال غبرګون د ستائنې قرارداد په اتفاق سره منظور كړو
مضمون کا ماخذ : رومن دولت