اسلام آباد۔25جولائی(اے پی پی) د اطلاعاتو او خپرونو وزير فرخ حبيب وئيلي د كشمير ټولټاكنو كښې به د ګلګت بلتستان په ډول د مودي يارانو ٬ كرپشن ٬ جعلي اكاؤنټس او سرټيفائيډ غلو ته بدترينه ماتې وشي۔ ” د پاك پروردګار لخوا نصرت او نزدې فتح”۔ د اتوار په ورځ خپل ټويټ كښې فرخ حبيب ووئيل وزيراعظم عمران خان د يو ريښتوني سفير او زړه ور وكيل په توګه په هره كچه او په خاص توګه په نړيوالو فورمونو د كشمير مقدمه په ځانګړې ډول وړاندې كولو سره د كشميري اولس زړونه ګټلي دي۔ هغه ووئيل كه پاك پروردګار ته منظور وي نو كشميرې اولس به نن بېټ ته مهر وهلو سره پي ټي آئي كامياب كړي