اسلام آباد 29 جولائي (اے پي پي) وزيراعظم شهباز شريف وئيلي دي چې مونږ مشکل وخت كښې’’رياست اول ، د دې نه پس سياست ” پاليسۍ له مخې حکومت سنبال كړے او مشکلې پريكړې مو كړې دي ، په لګژري څيزونو په درآمد بنديز لګولې شوې ، غير ضروري حکومتي خرڅونه كم كړې شوې ، د تجديد وړ توان منصوبې پيل كوو ، انتشار او معيشت تباهۍ ذمه وارو برعکس محنت او خوارۍ سره د هېواد پرمختګ لپاره هڅې كوو۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده پاك امريکن بزنس فورم پلاوي سره خبرو كښې وكړه كوم چې د جمعې په ورځ ده سره ملاقات کړې۔پلاوي كښې سيکټري جنرل پاك امريکن بزنس فورم وقار خان، صدر رياض حسين او سينئر نائب صدر انور اعظم شامل وو دې نه علاوه د پالماني چارو وفاقي وزيرِ مرتضي جاويد عباسي او اړوند چاروكاي هم ملاقات كښې موجود ؤ۔ وزيراعطم ووئيل مونږ مشکل وخت كښې رياست اول ، بيا سياست پاليسۍ ترمخه حکومت سنبھال كړې ۔ معيشت بحالۍ او پاکستان د ډيفالټ كيدو څخه بچ كولو لپاره مونږ مشکل پريكړې كړې دي۔ پاکستان كښې انتشار او معيشت تباهۍ ذمه وارو برعکس مونږ محنت او خوارۍ سره د هېواد پرمختګ لپاره هخې كوو۔ وزيراعظم ووئيل د لنډي مودې او اوږدې مودې په منصوبه بندۍ عملدرآمد سره مونږ د برېښنا پيدوار انحصار په درآمدي تيل کمولو د تجديد وړ ذريعې كاروو۔ مونږ په ترجيحي بنيادونو 6 نه تر 7 زره ميګاواټ د تجديد وړ پشمول سولر او ونډ انرجي منصوبے پيل كوو۔ مشکل پريكړې مو كړې دي ، په لګژري څيزونو په درآمد بنديز لګولې شوې۔ملاقات كښې پلاوي وزيرِ اعظم شهباز شريف ته معيشت بحالۍ لپاره اقدامات، هېواد كښې برآمدي صنعت له د موجوده حکومت د اړخه وركړې شوې سهوليات او سمندر پورې پاکستانيانو مسئلو حل كولو ته په خاص پام لرنه كولو پيرزوئنې وړاندې كړي۔ وفد وزيرِ اعظم د خپلو مسئلو او تجاويز څخه هم خبر كړو۔ وزيرِ اعظم په سمدستي توګه د هغوي مسئلو حل کولو سپارښتنه كولو سره باور وركړو چې پاکستان كښې بهرنۍ سرمايه کارۍ ته وده وركولو ته حكومت خاص پام لرنه كوي۔
” رياست اول ، سياست د دې نه پس ” پاليسۍ ترمخه مو حکومت سنبال كړے، د معيشت بحالۍ لپاره مشکلې پريكړې شوې دي۔ د وزيراعظم شهباز شريف د پاک امريکن بزنس فورم پلاوي سره خبرې
مضمون کا ماخذ : ولف گولڈ