ملتان۔13فروری (اے پی پی) خارجه وزير شاه محمود قرېشي وئيلي دي د سېنېټ ټاكنې د كال 2018 په ډول نه غواړو۔ اپوزيشن د اوپن ووټ نه يره كوي۔ د سېنېټ په ټاكنو كښې د اخستلو خرڅولو بازار بندول غواړؤ۔ د سېنېټ ټاكنو كښې د برخه اخستو حوالې سره د يوسف رضا ګېلاني متضاد بيانونه رامخې ته كېږي۔ دا پلټنې بايد وكړې شوي چې كال 2018ﺀ كښې پېسه د چا په كور كښې تقسيم كړې شوه۔ د دې خيالاتو څرګندونه خارجه وزير د خالي په ورځ ملتان كښې ميډيا سره خبرو كښې وكړه۔ هغه ووئيل د سېنېټ ټاكنې به په خپل ټاكلي وخت كېږي۔ شاه محمود قرېشي ووئيل پاكستان تحريك انصاف سپېځلې ټاكنې كول غواړي دغسې چې د اخستلو خرڅولو بازار بند كړې شي۔ خارجه وزير ووئيل هېواد كښې په روانه ګرانۍ قابو موندلو له حكومت ټولې ممكنه هڅې كوي او مونږ ددې ادراك لرؤ چې اولس د ګرانۍ د لاسه ستونزو سره مخ دے۔ هغه ووئيل حكومت د ملازمينو په تنخا كښې د 25 فيصده اضافې كولو پرېكړه كولو سره دا مسئله ههم حل كړې۔ د نواز شريف د بېرته راتلو په اړه خارجه وزير ووئيل په دې اړه برطانوي حكومت سره رابطه كښې يؤ او زمونږ هڅه ده چې هغه زر تر زره بېرته راشي ولې دا عمل اوږد او كړكېچن دے
د سېنېټ ټاكنې د كال 2018 په ډول نه غواړو۔ اپوزيشن د اوپن ووټ نه يره كوي۔ د خارجه وزير شاه محمود قرېشي ميډيا سره خبرې
مضمون کا ماخذ : پاور بال لاٹری