اسلام آباد۔4اپرېل(اے پی پی) د پاكستان تحريك انصاف دوهم چيئرمېن شاه محمود قرېشي وئيلي دي د سترې محكمې 5 كسيزه بنچ د تحريك عدم اعتماد د ووټنګ نه غېر د مسترد كېدو له امله په رامخې ته شوي صورتحال د اخستلې شوي از خود نوټس كېس سماعت كوي٬ د فل كورټ جوړولو معامله د چيف جسټس اختيار دې۔ د ګل په ورځ د سپريم كورټ نه بهر خبريالانو سره خبرو كښې ده ووئيل د اپوزیشن ځينو غړو دا اعتراض پورته كړې دې چې بايد فل كورټ بېنچ جوړ كړې شي٬ دا د چيف جسټس اختيار دې چې هغه فل كورټ جوړوي يا نه جوړوي۔ ده ووئيل ستره محكمه دا كېس په بشپړه توګه اورېدل غواړي ٬ اپوزيشن له به د عدليې احترام په ځائې ساتل وي۔ د جهانګیر ترین او علیم خان په اړه د پوښتنې په ځواب كښې ده ووئيل زه د دوئي په اړه څه وئيل نه غواړم۔ د خط په اړه د پوښتنې په ځواب كښې ده ووئيل دا يوه حساسه معامله ده دا وخت خبره كول مناسب نه دي٬ ډېر زر به ددې په اړه هم ووئيلې شي
ستره محكمه كښې د از خود نوټس كېس سماعت روان دے٬ اپوزيشن بايد د عدليې احترام په ځائې وساتي ٬ شاه محمود قرېشي
مضمون کا ماخذ : قدیم مصری کلاسک