اسلام آباد 15 دسمبر (اے پي پي) پخوانې خارجه سېكتر سلمان بشير وئيلي دي چې افغانان انساني بحران او معاشي تباهۍ سره مخ دي٬ د سعودي او پاكستان لخوا او آئي سي د افغانستان پحقله فعاله كول د ستائنې وړ ګام دے ، او آئي سي تل افغانستان لپاره اهم كردار لوبولې دې، د سعودي عرب لخوا افغانستان كښې د انساني صورتحال مخنيوي لپاره د هلو ځلو مشري كول د ستائنې وړ دي، د طالبانو لنډمهاله حكومت تسليمولو سره اړوند متنازعه او سخت عواملو څخه بايد في الحال پام بل پلو وګرځولې شي او په افغانستان كښې د انساني او معاشي تباهي په اړه كوټلې نړيوال غبرګون رامخې ته كړې شي۔ د سعودې په نوموړې ورځپاڼه “عرب نيوز” كښې خپور شوې خپل مضمون كښې ده ووئيل د پاكستان او سعودي د مشتركه هلو ځلو په نتيجه كښې په 19م دسمبر په اسلام آباد كښې د او آئي سي د خارجه وزيرانو غېر معمولي غونډه كېدونكې ده چې مقصد ېې په افغانستان كښې د انساني صورتحال پحقله د مرستې مشتركه فرېم ورك جوړول دي٬ په اګست كښې د امريكې او ناټو ځواكونو د انخلاء او د طالبانو د لنډمهاله حكومت په ضد د لوېديزو هېوادونو د بنديزونو په نتيجه كښې افغانان په لويه كچه انساني بحران او معاشي تباهۍ سره مخ دي او د ملګرو ملتونو د اندازو له مخې د افغانستان 3 كروړه اتيا لكه آبادۍ كښې 60 فيصده خلق غذائي كمبوت سره مخ دي او دا صورتحال هره ورځ لا خرابېږي٫ د ورلډ فوډ پروګرام له مخې 32 لكه افغان كوچنيان غذائي كمبوت سره مخ دي٬ كډوالو لپاره د ملګرو ملتونو هائي كمېشن له مخې په افغانستان كښې د جنورۍ نه تر ستمبر كال 2021 ټول 6 لكه 65 زره كسان بې كوره شوې دي او د وړاندې نه 29 لكه افغانان د دې نه علاوه دي او د يخنۍ موسم سره دا صورتحال لا خوف ناك شوے دے٬ افغانستان څخه د نړيوالې ميډيا رپورټ د مايوس كن صورتحال عكاسي وي٬ د برتانيې ورځپاڼې ټېليګراف له مخې د لوږې له امله افغانان پخپلو بچو پرېښودو مجبوره دي او د افغانستان صورتحال خرابي په سيمه ايز او نړيوال استحكام ممكنه سنګين اغېز مرتب كولې شي٬ دې پلو بايد پام وكړې شي۔ هغه ووئيل په دې پس منظر كښې افغانانو لپاره د او آئي سي او نړيوالې ورورلي فعاله كولو لپاره د سعودي عرب او پاکستان ګام د ستائنې وړ دے
د سعودي او پاكستان لخوا او آئي سي د افغانستان پحقله فعاله كول د ستائنې وړ اقدام دے۔ پخوانې خارجه سېكتر سلمان بشير
مضمون کا ماخذ : سلور لائونیس 4x ضرب