اسلام آباد۔29مئی(اے پی پی) پاکستان وئیلي دي چې په امن ډلو كښې تر ټولو زياته پوځي مرسته كوؤنكو هېوادونو كښې يو پاكستان هم دې٬ پاکستان په ګرده نړۍ كښې شخړو او ستونزو ځپليو سيمو كښی سلامتيا او استحكام په ځائې ساتلو له د امن ډلو مهم كردار ته د قدر په سترګه ګوري۔ د اتوار په ورځ د خارجه دفتر وياند ووئيل پاكستان نن نړيوالې ټولنې سره په ګډه د ملګرو ملتونو د امن ډلو نړيواله ورځ لمانځي۔ وياند ووئيل پاكستان د ملګرو ملتونو د امن ځواكونو خذماتو او قربانيو ته سلام وړاندې كوي او امن ٬ استحكام او د مرستې شريكو نظرياتو مخ په وړاندې بوتللو له ملګرو ملتونو سره كار روان ساتلو له د خپل عزم پخلې كوي۔ ده ووئيل پاكستان د ملګرو ملتونو په امن مشن كښې په 6 لسيزو خپرې خپلې همكارۍ وياړ لري۔ وياند ووئيل د كال 1960 نه وروستو د پاكستان د دوه لكه نه زياتو سړو او مېرمنو نزدې د نړۍ په ټولو براعظمونو كښې د ملګرو ملتونو په 46 مشنز كښې عزت او مړانې سره خپل خذمات ترسره كړل۔ د پاكستان 169 امن عسكرو د خپل فرض په ترسره كولو كښې د خپلو ځانونو قرباني وركړه۔ وياند ووئيل پاكستان د ملګرو ملتونو تر ټولو پخواني مشن يو اېن اېم او جي آئي پي كوربتوب كوؤنكې او تر ټولو زياته پوځي مرسته كوؤنكې هېواد دې۔ وياند ووئيل د امن ډلو نړيوالې ورځې په موقعه پاكستان د دې تاكيد كوي چې د ملګرو ملتونو امن ډلې د نړيوال امن او سلامتيا په ځائې ساتلو له تر ټولو فعاله وسيله ده۔
پاکستان په ګرده نړۍ كښې شخړو او ستونزو ځپليو سيمو كښی سلامتيا او استحكام په ځائې ساتلوله د امن ډلو مهم كردار ته د قدر په سترګه ګوري۔ د خارجه دفتر وياند
مضمون کا ماخذ : ڈاگ ہاؤس