اسلام آباد13جنوری(اے پی پی) د قامي غذائي تحفظ او تحقيق وفاقي وزير طارق بشير چيمه وئېلي دي د هېواد په كومه هم برخه كښې د غنمو كمے نشته٬پاكستان هر كال د 2 ارب ډالرو غنم د بهر نه اخلي ٬په تېر وخت كښې پاكستان د غنمو په خرڅوونكو هېوادونو كښې شامل ؤ ۔د جمعې په ورځ خبري كنفرنس ته ده وو??يل پاكستان د روس څخه 2.6 ملين ټن ??نم اخلي ٬تراوسه د روس څخه 1.3 ملين ټن ??نم راغلي ٬ سږ كال د جائزې كمېټۍ پريكړې نه پس حكومت د 2.6 ملين ټنه غنمو اغستو پريكړه كړې وه٬تېر كال حكومت د 1.8 ملين ټنه غنم سټرټيجك ذخيره لرله او سږ كال به 1.5 ملين ټن ??نم سټرټيجك ذخيره كښې اېښودلې شي۔وفاقي وزير وو??يل د هېواد په كومه هم برخه كښې د غنمو يا اوړو كمے نشته٬مونږ سره په لوي مقدار غنم موجود دي او مونږ صوبو ته هم وئېلي دي تاسو ته چې څومره هم د غنمو ضرورت وي هغه به دركولې شي۔وفاقي وزير وو??يل د پنجاب پشمول صوبې ??نم نه ريليز كوي او صوبو ته د ضرورت له مخې غنم وركړے كېږي۔وفاقي وزير وو??يل هېواد كښې د غنمو په كمي او په بيعه شور كول غېر ضروري دے٬حكومت د هر ډول چېلنجونو مخ نيوي لپاره چمتو دے ٬ ده ووئېل د 18 م بدلون نه پس د غنمو پشمول ضروري څيزونه صوبائي معامله ده٬د خېبرپښتونخوا پشمول ټولو صوبو ته د كوټې له مخې غنم وركړې كېږي او د هېواد په كومه هم برخه كښې د غنمو قلت نشته٬كله چې صوبائي حكومتونه غن?? جاري كړي نو د اوړو بيعه به پخپله كمه شي۔وفاقي وزير وو??يل پاسكو د غنمو د اخستو ذمه وار دے او ټولې صوبې ?? غنمو په معامله پاسكو سره رابطه كوي۔د يوې پوښتنې په ځواب كښې ده ووئي?? د غنمو مجموعي خريدارۍ كښې د حكومت برخه د 20 نه تر 21 فيصد وي او 80 فيصده خريداري د نجي څانګې وي٬تېر كال د غنمو امدادي بيعه 2200 روپۍ مقرر كړی شوې وه او سږ كال امدادي بيعه 3000 روپۍ تجويز شوې٬ ده ووئېل پنجاب٬بلوچستان او د خېبرپښتونخوا حكومتونو هم د 40 كلوګرامه غنمو بيعه 3000 زره روپۍ د مقرر كولو سفارش كړے او د سندھ حكومت امدادي بيعه 4 زره روپۍ مقرر كړې ده
د هېواد په كومه هم برخه كښې د غنمو كمے نشته٬پاكستان هر كال د 2 ارب ډالرو غنم د بهر نه اخلي ۔ وفاقي وزير طارق بشير چيمه پرېس كنفرنس
مضمون کا ماخذ : آن لائن اور ایپلیکیشنز