اسلام آباد 28 فروري (اے پي پي) وزير اعظم عمران خان به (نن) د اتوار په ورځ نندنه قلعه، جهلم ضلعې تاريخي البيروني سيمه د هيريټيج ټريل پرانسته كوي۔ د اتوار په ورځ د وزيراعظم آ فس ميډيا ونګ د اړخه جاري شوي بيان له مخي د وزيراعظم د سېلګرۍ ودي ويژن او قومي ټورزم اسټريټجي 30-2020 ترمخه ټول هېواد كښې تاريخي او قومي ورثې په اړه د سېلګرۍ مهمو ځايونو ته وده وركولو سره د ځائې آبادۍ پرمختګ ته پام لرنه كيږي۔په دغه ځايونو كښې يو نندنه قلعه، جهلم ضلع ده كومه چې د نوموړي مسلمان سائنسمدار ابو ريحان البيروني سره منسوب كيږي۔ دا هغه ځائې دې چرته چې البيروني قيام كړې ؤ او د زمكي پيمائش لپاره ئې تجربې كړي وي۔نندنه قلعه سره نزدې 6 نور مهم ځايونه دي چې پكښې نندنه مندر، كټاس مندر، كھيوړه مالګي درنګ، ملوټ قلعه، ملوټ مندر او تخت بابري شامل دي- دا ځايونه به د Heritage Trail برخه وګرځي د مكومو به چې ټول سېلګري په يو وخت دوره كولې شي۔ د وزير اعظم د وژن له مخې ټول هېواد كښې دا سې ځايونه په ګوته كيږي چې ورسره زمونږ تاريخ او قومي ورثه رامخې ته كيږي۔ وزيراعظم عمران خان ټله جوګياں نېشنل پارك او سالټ رينج نېشنل پارك به هم پيل كوي۔ دا دوه نوي نېشنل پاركس په 6 پروټيكټډ ايرياز كښې شامل دي۔ په 6 پروټيكټډ ايرياز كښې د دغې نېشنل پاركس نه علاوه خيري مورت نېشنل پارك، چھنجي نېشنل پارك، نمل ويټ لينډ او چشمه ويټ لينډ نيچر ريزروز شامل دي۔ وزيراعظم ته به سالټ رينج كښې ځنګلي ځناورو تحفظ او ماحولياتي تحفظ په اړه په اقدامات بريفنګ وركولې شي۔ وزير اعظم به د خپلې دورې پهم هال بوټي هم نالوي۔
وزير اعظم عمران خان به (نن) د اتوار په ورځ نندنه قلعه، جهلم ضلعې په تاريخي البيروني سيمه د هيريټيج ټريل پرانسته كوي
مضمون کا ماخذ : میگا ملینز کے فاتحین