فيصل آباد 12 نومبر (اے پي پي) د اطلاعات او خپرونو وزير مملكت فرخ حبيب وئيلي دې حكومت د هېواد د اولس او په خاص توګه كم آمدن لرونكو كسانو له ټول بنيادي سهوليات او په غذائي اجناس سبسډي وركولو له ګامونه پورته كوې ٬ دغسې زمونږ احساس پروګرام په ټوله نړۍ كښې په څلورم لمبر راغلے،ټوله نړۍ د ګلوبل وارمنګ په اړه د عمران خان د وژن اعتراف كوي، د تحقيق په ميدان كښې د كار كوونكو به ډاډګيرنه كولې شي۔ده د جمعې په ورځ فزيالوجي ډيپارټمنټ ګورنمنټ كالج يونيورسټي فيصل آباد د سيورې لاندې د فزيالوجي څانګې ، فزيالوجيكل سوسائټي لندن برتانيې او فزيالوجيكل سوسائټي پاكستان په اشتراك سره د جامعه قائداعظم آډيټوريم نيو كيمپس كښې ورلډ فزيالوجي فرائيډے دستورې ته وينا كوله۔ده ووئيل زمونږ زده كوونكې د اقبال شاهين دي كومو له به چې سباؤن كښې د هېواد او قام خذمت كول وي ٬ دې لپاره د هغوې بنيادونو قوي كولو ته اړټيا ده ٬ ځكه په دې لړ كښې حكومت د تحقيق بجټ 15 اربه روپۍ زيات كړے ٬ دغسې مونږ ذيركو زدكوونكو له د اعليٰ معيار تعليم او تحقيق لپاره 50 زره سكالر شپس وركوو۔ده ووئيل د پوهنتون ليب د نړۍ په ښو لېبارټريز ښه كښې يو دے ٬ ده ووئېل نوے نسل زمونږ د سباؤن معمار دے ځكه به مونږ له د نړۍ مقابله كولو لپاره د تحقيق په ميدان كښې د كار كوونكو ډادګيرنې ته اړتيا ده۔ده ووئيل پوهنتونونه د مسلو حل وړاندې كوي ٬ بايد پوهنتونونه دې پلو پام لرنې كولو او خپل آئيډياز څخه هېواد مستفيد كړي ۔ده ووئيل د حكومت د اړخه د كامياب جوان پروګرام ترمخه ځوانانو له قرضې وركړې كېږي كومو لپاره چې په ابتدائي توګه د كامياب جوان پروګرام په لړ كښې 10 اربه روپۍ اېښودلې شوي ٬ دغسې دې سره سره مونږ يو زر ريسرچ سكالر شپس هم وركوو۔وزير مملكت ووئيل وړاندې زمونږ د آئي ټي برآمدات 2 اربه ډالره وؤ كوم چې اوس 3 اربه ډالره ته رسيدلي دي ۔ده ووئيل حكومت د هېواد په تاريخ كښې په وړومبي ځل يوتھ لپاره د بيلو پروګرامونو په لړ كښې ځوانانو لپاره 100 اربه روپۍ اېښودلې دغسې چې زدكوونكو له د نوكرۍ وركولو په ځائې دوي نوكري وركونكي جوړ كړے شي
زمونږ احساس پروګرام په ټوله نړۍ كښې په څلورم لمبر راغلے،ټوله نړۍ د ګلوبل وارمنګ په اړه د عمران خان د وژن اعتراف كوي، د تحقيق په ميدان كښې د كار كوونكو به ډاډګيرنه كولې شي، فرخ حبيب
مضمون کا ماخذ : نتیجہ میگا سینا