اسلام آباد 21 فروري (اے پي پي) وزيراعظم عمران خان د رشين فيډريشن صدر ولادي مير پيوتن بلنه (سبا) د شورو په ورځ په په دوه ورځنۍ سركاري دوره روس ته ځي۔ وزيراعظم سره به د كابينې غړي او اعليٰ كچ پلاوې هم په دوره ځي۔د خارجه دفتر وياند له مخې وزيراعظم عمران خان به په دې مهال د روس صدر ولادي مير پوتن سره ملاقات کوي۔ پاکستان او روس خپلو كښې د ملګرتيا اړيكې لري كومې چې په شريك احترام، اعتماد او نړيوال او سيمه ايززو مسئلو يو ډول نظريات په بنيادونو اډانه دي۔ د دواړه هېوادونو قيادت ترمينځه د ملاقات په مهال به د توان په څانګه كښې د مرستې پشمول د دوه اړخيزه اړيكو د ټولو اړخونو جاج اخستلې شي۔دواړه لارښود به د اسلامو فوبيا او افغانستان د صورتحال پشمول په مهمو نړيوالو او سيمه ايزو مسئلو د خيالاتو څرګندونه كوي۔د خارجه دفتر له مخې وزيراعظم عمران خان دوره به د پاکستان او روس ترمينځه دوه اړخيزه اړيكو لا قوي كښې مرستياله وګرځي