پېنډۍ 30 اپرېل (اے پي پي) د پاك پوځ سرلښكر جنرال قمر جاوېد باجوه او د بل اېنډ مېلنډا ګېټس فاٶنډېشن شريك چيئرمېن بل ګېټس ترمېنځه د ټېلي فوني تماس د لارې د پوليو خاتمې او كووېډ-19 لپاره د پاكستان د عزم پحقله په چارو د خيالاتو څرګندونه شوې۔ د آئي اېس پي آر له مخې بل ګېټس د قامي پوليو كمپائن ملاتړ٬ مناسب رسنې او كورېج باوري كولو لپاره د پاك پوځ ستائنه وكړه۔ په دې موقع د پوځ سرلښكر ووئيل دا يو قامي مقصد دې او د دې كرېډټ په دې عمل كښې ټولو ګډون كوٶنكو ته ځي٬ بل ګېټس د وسائلو كمي باوجود د كرونا په ضد د پاكستان د كاميابو ستائنه هم وكړه ۔ د پوځ سرلښكر د كاميابۍ كرېډټ يو حقيقي قامي ردعمل وګرځولو په كوم چې د اېن سي او سي د مېكنزم دلارې عمل شوې چې ورسره د وسائلو په ښه ډول استعمال كښې مرسته ترلاسه شوې۔ د پوځ سرلښكر په دې نېك مقصد كښې د بل ګېټس د هلو ځلو ستائنه وكړه او ھغه ته ئې د خپلې مرستې جاري ساتلو باور وركړو
د پاك پوځ سرلښكر جنرال قمر جاوېد باجوه سره د بل ګېټس ټېلي فوني تماس
مضمون کا ماخذ : قزاقوں کی کافی مقدار