مصر 09 نومبر (اے پي پي) خارجه وزير بلاول بھټو زرداري او د فرانس خارجه وزيري کيتھرين کولونا ترمينځه مصر كښې ملاقات شوې دې۔ ملاقات كښې د شريكي خوښي په چارو او په شريكو اړيكو اړيكو د خيالاتو څرګندونه شوي۔د خارجه چارو وزيرمملکت حنا رباني کھر هم په دې موقع موجود وه۔خارجه وزير بلاول بھټو زرداري د فرانس د اړخه پاکستان سېلاب ځپليو په مرسته كولو د خارجه وزيري کيتھرين کولونا مننه وكړه۔ د پاکستان او فرانس خارجه وزيرانو موسمياتي بدلون مقابله کولو لپاره په ګډه كار كولو ته سلا شول۔ بلاول بھټو زرداري د فرانس صدر ايمانوئيل ميکرون د موسمياتي بدلون مقابلې لپاره ګامونه وستائل۔په دې موقع د فرانس خارجه وزيري موسمياتي بدلون مقابلې لپاره د پاکستان نړيوالي مرستي په اړه بشپړه باور وركړو۔
مضمون کا ماخذ : لاٹری آن لائن خریداری