اسلام آباد۔13مارچ (اے پی پی) د وزيراعظم شهباز شريف په امر د توان و??اق?? وزير انجينئر خرم دستګير خ??ن د مارچ 10 مې څخه تر 13 مې نېټې د اير??ن دوره وكړه او په دې مهال يۍ د پاكستان او ايران ترمينځه ګوادر ته د 100 مېګاواټ برېښنا وركولو له د مفاهمت يادښت لاس ليك كړو۔ د توان وزارت لخوا د جاري بيان له مخې د دورې په مهال و??اق?? وزير خرم دستګير د اير??ن د توان وزير علي اكبر مهرابيان سره ملاقات كړے۔ د ملاقات په مهال دواړو وزيرانو د ايران او پاكستان ترمينځه دوه اړخيزه اړيكو ته په وده وركولو او د توان په څانګه كښې د همكارۍ په زياتولو زور راوړے۔ دواړو وزيرانو د توان په څانګه كښې د نوو منصوبو پېل كولو له خوښي ښكاره كړې۔ د و??اق?? وزير د دورې مقصد ګوادر ته د برېښنا وركولو لوظنامې ته حتمي شكل وركول وو٬ د دې منصوبې پرانسته به ډېره زر وكړې شي۔ د خپلې دورې په مهال و??اق?? وزير د پاكست??ن د قامي ورځې به مناسبت سره په تهران كښې د پاكستان سفارت لخوا په راجوړه كړې دستوره كښې ګډون وكړو۔ دستورې ته په خپل خطاب كښې و??اق?? وزير ووئيل پاکستان او اير??ن دوه ورونړه هېوادونه دي۔ ده هيله څرګنده كړه چې په سباؤن كښی به د دواړو ورونړو هېوادونو ترمينځه اړيكې لا زياتې شي۔ وفاقی وزیر خرم دستګیر په تركيه ٬ سوريه او ايران كښې د زلزلې د لاسه په شوي زي??ن د افسو?? څرګندونه وكړه۔ وفاقی وزیر د ايران او سعودي عربستان مشرتابه ته د دوي د سفارتي اړيكو په بحالۍ مباركي وركړه۔ په دې موقع د اير??ن د توان وزير اكبر محرابيان خاص مېلمه ؤ ۔ هغه په دې خبره زور راوړو چې د پاكستان او ايران ترمينځه دوه اړخيزه اړيكې د بهترۍ زيات امكانات لري۔
د پاكستان او ايران ترمينځه ګوادر ته 100 مېګاواټ برېښنا وركولو لپاره د مفاهمت يادښت لاس ليك شو
Sweet Candy Blast APP Game Website
مضمون کا ماخذ : como ganhar na raspadinha