اسلام آباد۔17دسمبر(اے پی پی)د امریکې سېنټرل کمانډ (سېنټکام) مشر جنرال مائیکل ای کوریلا وئيلي دي ?? ترهګرۍ مخنيوي لپاره د پاكستان هڅې په منطقه كښې د ثبات او سلامتيا په ځائې ساتلو له مهمې دي ٬ س??مه ايزې سلامتيا ته د پېښو شريكو خطرو مخنيوي له د پاك پوځ نوي سرلښكر جنرال عاصم منېر سره په ګډه كار كولو ته سترګې په لاره يؤ٬ دا يوه ستراتيجيكي رشته ده كومه چې په ګرده منطقه ك??ې سلامتيا او استحكام ته وده وركوي۔ د دې ??يا??اتو څرګندونه د سینټکام مشر اے پي پي سره خصوصي مركه كښې وكړه۔ ده د 14 نه تر 16 دسمبر د پاكستان دوره وكړه د كومې په مهال چې ده د پاكستان پوځي مشرتابه سره ملاقاتونه وكړل دغسې چې د دواړو هېوادونو ترمينځه امنيتي اړيكې توثيق كړې شي۔ ده د طورخم بارډر كراسنګ پوائنټ هم دوره وكړه دغسې چې دغلته په امنيتي وضعه د ??يا??اتو څرګندونه وكړې شي۔ د سېنټکام مشر جنرال عاصم منېر او د جوائنټ چيفس آف سټاف كمېټۍ چيئرمېن ساحر شمشاد مرزا سره ملاقات وكړو او خپلې دوره يۍ يوه ښه دوره وګرځوله۔ ده ووئيل په ملاقاتونو كښې په شريكو ګټو د ??يا??اتو څرګندونه وشوه۔ جنرال کوریلا ووئيل عاصم منېر سره د خپلو پخوانو اړيكو په لا پياوړتيا كښې كامياب پاتې شوم۔ د يوې پوښتنې په ځواب كښې ده ووئيل سینټکام د امریکا او پاكستان اړيكو ته د خپلو دوه اړخيز ګټو او په ګرده منطقه كښې د استحكام ښه والي صلاحيت لرلو نظر سره ??وري۔ د اوسني س??مه ايز پېشرفت په تناظر كښې ده ووئيل اړيكې بايد مضبوطې وي دا منطقې لپاره ??ېرې مهمې دي۔ پاكستان سره د امريكا لخوا د پوځي مرستې په اړه د يوې پوښتنې په ځواب كښې ده ووئيل د دې همكارۍ مقصد دفاعي صلاحيت زياتول دي۔ د روان كال په مهال امريكا د پاكستان د اېف 16 بېړۍ په ځائې ساتلو او د دې په اپ ګرېډ كولو اتفاق وكړو۔ دا بېړۍ برقرار ساتل او اپ ګرېډ كول د پاكستان فضائي قوت لپاره ??ېر مهم دي۔ جنرال کوریلا آئی ایم ای ټی پروګرام لپاره پاكستان ته د وركړې كېدونكې مرستې ذكر هم وكړو۔ ده ووئيل امريكا به د دې پروګرام روان ساتلو او د موقعو زياتولو هڅه كوي۔ پاكستان كښې د اوسني سېلاب په اړه ده ووئيل امريكې د 97 ملین ډالرو نه زياته مرسته كړی ده او د امريكې عسكرو حكومت ته سامان رسولې دې۔ جنرال کوریلا په دې خبره رڼا واچوله چې پاكستان د کمبائنډ مېری ټائم فورسز ټاسک فورس کمان د كوم هم هېواد په مقابله كښې زيات وخت لپاره ??ان سره ساتلې دې۔ ده ووئيل د پاكستان وسله واله ځواك په كمبائنډ مېري ټائم فورسز كښې شريك يو ځانګړې قوت دے كومه چې د نړۍ تر ټولو زيات ملتونه لرونكې مېري ټائم همكاري ده او كومه چې په سمندري قوانينو د اډانه نړيوال آرډر په ځايې ساتلو له موجود ده۔ ده ووئيل مونږ په دې مهمې نړيوالې مېري ټائم همكارۍ كښې د پاكستان د كردار مننه كوؤ۔
د ترهګرۍ مخنيوي لپاره د پاكستان هڅې په منطقه كښې ثبات او سلامتيا په ځائې ساتلو له مهمې دي۔ جنرال مائيكل اي كوريلا
Candy Burst APP entertainment website
مضمون کا ماخذ : raspadinha caixa