اسلام آباد 22 ا??ست (اے پي پي) د موسميات محكمې وئېلي دي د راتلونكو 24 ساعتو په مهال د هېواد په زيات??ه سيمو كښې د باران امكان دے۔ د موسميات محكمې له مخې په ځينې سيمو كښې د زيات باران توقع ده او په نتيجه كښې يې په لاندې سيمو كښې د سېلاب اندېښنه ده۔د موسميات محكمې له مخې د ا??ست په 23مه او 24مه نېټه د سخت باران په نتيجه كښې په كراچۍ او د سندھ په نورو يو شمېر سيمو كښې د سېلاب اندېښنه ده۔د ا??ست په 24مه نېټه د بلوچستان په يو شمېر سيمو كښې هم د سېلاب خطر دے۔په ډېره غازي خان كښې هم په خوړونو او نالو كښې د سېلاب خطر دے۔مسافرو ته وئېلې شوي چې موسمي حالاتتر مخه سفر وكړي او د احتياط نه كار واخلي۔د نهې په ورځ په خېبرپښتونخوا٬پنجاب٬ختيز بلوچستان٬كشمير او ګلګت بلتستان كښې د باران امكان دے۔د تېرو 24 ساعتو په مهال سندھ٬په سوئېلي پنجاب٬شمالي ختيز بلوچستان٬بره خېبرپښتونخوا٬ګلګت بلتستان او كشمي?? كښې باران شوے۔تر ټولو زيات باران د سندھ په لاړكانه سيمه كښې 118 ملي ميټر باران رېكارډ كړے شوے۔??غس?? په هېواد كښې د تودوخې لوړه درجه په سرګودها٬جوهر آباد٬تربت او نور پور تهل كښې 39 ډګري سينټي ګرېډ رېكارډ كړې شوې
د راتلونكو 24 ساعتو په مهال د هېواد په زياتره سيمو كښې د باران امكان دے۔د موسميات محكمه
Lobby roulette reputable website
مضمون کا ماخذ : estatisticas para ganhar na loteria