اسلام آباد 06 اګست (اے پي پي) د اطلاعاتو او خپرونو وفاقي وزيري مرېم اورنګزيب وئيلي دي چې د پي ټي آئي فارن فنډنګ جمهوريت، سي پيك او معيشت ته زيان رسولو ل??اره استعمال شوې، عمران خان غير ملکي ايجنټ ثابت شوې ، هغه صادق او امين نه دې پاتې شوې او نه چرې ؤ ، عمران خان د خيرات په نامه روپۍ راغوښتلو سره سياسي مقصدونو ل??اره استعمال کړې دي، اليکشن کمېشن د پي ټي آئي فارن ايډډ پارټي ډيکليئر کړې، اليکشن کمېشن پريكړه د 8 كاله پلټنو نه پس راغلي او دا ټيکنيکل نه بلکه فارن فنډنګ معامله ده۔ سيلاب ځپليو سيمو كښې د مرستي كاروائي په ښه ډول رواني دي ،په سوشل ميډيا د پاك پوځ شهيدانو په اړه منفي كمپائن د غندني وړ دې۔د خالي په ورځ خبري کنفرنس ته وينا كښې و??اقي وزير اطلاعات هېواد كښې د سيلاب صورتحال څخه قام خبرولو د اليکټرانك او پرنټ م??ډيا ته پيرزوئنې وړاندې كولو سره ووئيل ميډيا امدادي هلو ځلو او سيلاب صورتحال څخه هر وخت اولس خبر ساتلې دې او مونږ ته هم د ميډيا رپورټس څخه رهنمائي ترلاسه شوي ، مونږ اين ډي اېم اے او پي اېم ډي ايز رپورټس د ميډيا رپورټس سره موازنه کوو۔ دې و??ئيل وزيراعظم پخپله د سيلاب له امله رامخې ته شوې صورتحال مانيټرنګ کوي، وزيراعظم سپارښتنه كړې چې چرته هم مرستي ته اړتيا وي هلته دې په سمدستي توګه مرسته وكړې شي او په دې اړه به اختيار بيا كتلې شي۔ وزيراعظم د خزاني وزارت ته سپارښتنه كړې چې 5 اربه روپۍ په سمدستي توګه اين ډي اېم اے ته جاري کړي۔ وفاقي وزير اطلاعات و??ئيل پرائم منسټر ريليف فنډ كښې د شتمندو پشمول بايد مونږ ټول خپله برخه واچوو،تير وخت كښې مونږ ځپليو سيمو كښې د خپلو وګړو مرسته كړي۔دې و??ئيل وزيراعظم د سيلاب ځپليو سيمو كښې اېمرجنسي نافذ کړې ده،نن صوبو ته هم سپارښتنه شوې چې خپلو خپلو صوبو كښې سيلاب ځپلي سيمي آفت ځپلي وګرځوي دغسې چې د ريليف هلي ځلي زياتي شي۔ دې و??ئيل وزيراعظم په شريكه د سرويز سپارښتنه هم كړې دغسې چې د بحالۍ كار په سمدستي توګه پيل شي۔ وفاقي وزير اطلاعات و??ئيل د چورلكي په پېښه كښې پاك پوځ سينئر افسران شهيدان شوې ، دغه افسران سيلاب ځپليو سيمو كښې د مرستي په هلو ځلو كښې بوښت و??،يو ګوند د دغې پوځي افسرانو په شهادتونو ټرولنګ کړې د كوم چې مونږ غندنه كوو،دا يو شرمناك او د افسوس وړ رويه ده۔د پاك پوځ د شهيدانو په ضد چې څه ډول رويه خپله كړې شوي هغه د افسوس وړ ده۔دې و??ئيل د پاك پوځ دې ځوانانو او افسرانو د سيلاب ځپليو مرسته كوله،مونږ هغوي ته پيرزوئنې وړاندې كوو۔ ممنوعه فنډنګ په اړه د اليکشن کمېشن پريګړې ذكر كولو سره دې و??ئيل اليکشن کمېشن د فارن ايجنټ عمران خان ګوند پوليټيکل پارټي آرډر 2002ء او اليکشن ايکټ 2017ء ترمخه فارن ايډډ پوليټيکل پارټي ډيکليئر کړې، عمران خان قوم ګمراه کولو هڅه كوي۔دې و??ئيل په 14 دسمبر 2014 دا پټيشن اکبر اېس بابر اليکشن کمېشن كښې دائر کړې ؤ،په 15 جنوري 2015ء په دې سماعت پيل شوې ؤ ، تر 8 كاله په کيس كښې پلټنې روانې و?? ، تحريك انصاف 51 ځل التواء غوښتلي ، 9 ځل وكيل بدل شوې ، 11 ځل هائي کورټ كښې د اليکشن کمېشن دائره اختيار چيلنج کړې شوې۔ عمران خان اليکشن کمېشن كښې د اسټيټ بينك وړاندې شوې ريکارډ په ضد هم اپيل کړې چې دا ريکارډ پبلك نه كړې شي۔دې و??ئيل عمران خان مجرم ثابت شوې دې، هغه صادق او امين نه دې پاتې شوې۔ دې و??ئيل عمران خان د 2018ء نه تر 2022ء هېواد مفلوج او تباه کړې۔وفاقي وزير اطلاعات و??ئيل د اليکشن کمېشن دې پريكړې موازنه نواز شريف د پريكړې سره نه شي كيدې۔ نواز شريف د خپل زوي د کمپنۍ څخه په تنخا نه اخستلو اخوا كړې شوې۔د هغه په ضد ټول رياستي طاقت استعمال شوې او كله چې څه هم ترلاسه نه شول نو بليك لاء ډکشنري سهارا اخستلو سره د هېواد منتخب وزيراعظم چوكۍ څخه اخوا كړې شو۔ وفاقي وزير اطلاعات و??ئيل اليکشن کمېشن چې كومه پريكړه كړې په هغې كښې ټول ثبوت موجود دې چې له مخې ئې پي ټي آئي فارن ايډډ پارټي ډيکليئر شوې۔د يوې پوښتنې په ځواب دې و??ئيل مجرم نيولې كېږي۔ اليکشن کمېشن د اکبر اېس بابر په پټيشن اسټيټ بينك ريکارډ له مخې وئيلي چې عمران خان د دروغو بيان حلفي جمع کړې ده، پي ټي آئي فارن ايډډ پارټي ده ، دا اليکشن کمېشن وائي مسلم ليګ (ن) نه، اليکشن کمېشن آئيني اداره ده ٬ دا پريكړه هم دغې ادارې كړي۔د يوې بلي پوښتنې په ځواب دې و??ئيل ثاقب ??ثار يو دروغجن انسان له د صادق او امين سرټيفيکيټ وركړې۔د يوې بلي پوښتنې په ځواب دې و??ئيل كوم فارن ايجنټ چې د ټاكنو ل??اره كانديد نه لري او د پاکستان اولس هغه له ووټ نه وركوي نو پخپله ټاكنو كښې برخه اخلي۔
پي ټي آئي فارن فنډنګ د جمهوريت، سي پيك او معيشت ته زيان رسولو لپاره استعمال شوې، عمران خان غير ملکي ايجنټ ثابت شوې دې، هغه صادق او امين نه دې پاتې شوې او چري ؤ۔ مرېم اورنګزيب
Vegas Ball Bonanza Credit Site
مضمون کا ماخذ : estratégias loteria وفاقی