لاهور۔11نومبر(اے پی پی)د وزیراعظم یوتھ پروګرام چيئرمېن رانا مشهود احمد خان وئيلي دي حکومت اولس ته بنيادي آسانۍ وركولو له شپه او ورځ كار كوي٬ هېواد بدناموؤنكي عناصر اوس پخپله بدناميږي٬ په موسمياتي بدلونونو قابو موندلو له وزيراعظم شهباز شريف راروانه مياشت د ګرین یوتھ موومنټ پروګرام پرانسته كوي٬ اولس په لوظونو نه بلكې په عملي ګامونو باور لري ، زما چھت زما كور پروګرام اولس سره د كړي لوظ پالنه ده۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د ګل په ورځ د لاهور په بابو صابو سيمه كښې د ’’ خپل چھت خپل كور ‘‘سکیم لاندې پور لپاره جوګه ګرځولے شوو خوش بخت كانديدانو ته د چېكونو وركولو دستورې ته خطاب كښې وكړه۔ رانا مشهود احمد خان ووئيل د وروستو پاتې سيمو بهترۍ لپاره ټول وسائل كارولې شي٬ په خاص توګه هغه سيمې كومې چې په لاهور كښې د شتون باوجود بنيادي آسانيو څخه محرومه دي۔ د پنجاب وزيراعلی مريم نواز دغې سيمو لپاره خصوصي پېكج ور??ړے ٬ سږ كال كښې به دغلته پرمختيائي كارونه پېل شي۔ مریم نواز شریف د پنجاب اولس له د 7 سو ارب روپو په زړه پورې د خپل چھت ٬ خپل كور منصوبه وركولو سره د پنجاب اولس زړونه ګټلي دي۔ ده ووئيل په هېواد كښې ګرانۍ كښې كمے راغلے دے۔ ده ووئيل د وزيراعظم شهباز شريف په مشرۍ كښې وف??قي حكومت شپه او ورځ د نړۍ يو ځاے كولو كښې خپل بشپړ كردار ترسره كوي۔ كه د اسلامي نړۍ سرمشريزه غونډه وي يا د موسمياتي بدلونونو په اړه د نړيوالې ورورولۍ جمع كېدل وي ٬ پاكستان خپل مهم كردار ترسره كوي۔ ده ووئيل په ماحولياتي آلودګۍ كښې د پاكستان برخه ډېره كمه ده ولې بيا هم زيات زيان پورته كوي۔ ده ووئيل وزيراعظم به باكو ته ځي او په دې مسئله به خبرې كوي۔ ده ووئيل ډیپارټمنټل سپورټس كوم چې د پي ټي آئي مؤسس ختم ??ړے ؤ هغه بيا بحال ??ړے شوے۔ ده ووئيل په ګرد هېواد كښې ټېلنټ هنټ پېل كوؤنكي يؤ۔ رانا مشهود احمد خان ووئيل 22 كاله پس د قامي كركټ لوبډلې په آسټريليا كښې په بريا د لوبغاړو او مېنجمنټ د هڅو ستائنه كوم۔ ده ووئيل د پي سي بي چيئرمېن محسن نقو?? له مباركي وركوم چا چې په ګراس روټ لېول كار پېل ??ړے ؤ چې له امله يۍ نن كاميابي ترلاسه شوې ۔ ده ووئيل وزیراعظم شهباز شریف به ډېر زر د الېکټرانک ګاډو پرانسته هم وكړي۔ د يوې پوښتنې په ځواب كښی رانا مشهود احمد خان ووئيل تېر حكومت د هېواد معيشت ته زيات زيان رسولے ؤ ، كال 2018 څخه وروستو كومه بهرنۍ سرمايه كاري پاكستان ته نه ده راغلې۔ ده ووئيل د پاك ??روردګار شكر دے چې د حكومت مثبته پالېسيو له امله په پاكستان باور بحال شوے او ډېر زر به پاكستان ته بهرنۍ سرمايه كاري راشي۔ د يوې پوښتنې په ځواب كښې ده ووئيل پاكستان يو آزاد هېواد دے چا څخه به ډکټېشن نه اخلي ۔ ده ووئيل ټاكنې به په خپل ټاكلي وخت كيږي٬ مونږ د هېواد سلامتيا او د اولس خېر ښیګړې له په اخلاص سره كار كوؤ
زما چھت زما كور پروګرام اولس سره د كړي لوظ پالنه ده: رانا مشهود احمد خان
लाइफ स्पिन क्रेडिट एंटरटेनमेंट एपीपी
مضمون کا ماخذ : Aztec خزانے