اسلام آباد 05 اګست (اے پي پي) د ټولو پارليماني ګوندونو غړو په قومي اسمبلۍ كښې رحيم يار خان څخه د قومي اسمبلۍ غړي ممتاز م??طفی په مړينه د غم دړد او افسوس څرګندونه كولو سره هغه ته په غوره ټكو كښې د عقيدت پېرزوينې وړاندې كړي۔ د اسمبلۍ غړو وئېلي چې هغه يو قانون دان ٬پارليمنټرين او د نفيس شخصيت مالك و٬ لوے څښتن دے د هغه د آخرت منازل آسان كړي او د رحيم يار خان پشمول د هغه ټولې غم جنې كورنۍ له دې د صبر او زغم توفيق وركړي۔ د ګل په ورځ په قومي اسمبلۍ كښې د ممتاز م??طفی په مړينه د غمرازۍ په ريفرنس كښې د خيالاتو څرګندونه كولو سره د قانون او پارليماني چارو وفاقي وزير اعظم نذير تارړ ووئيل چې ممتاز م??طفی يو غوره پارليمنټېرين و٬ په كال 2010 كښې مونږ هغه د پنجاب بار كونسل غړې منتخب كړے و٬هغه ډېره موده وكالت وكړو٬ هغه زمونږ د اوږدې مودې دوست و٬ ده ووئيل چې هغه يو ښه مقرر و٬هغه يو مينه كونكې شخصيت او ښه انسان و۔ده ووئيل چې ممتاز م??طفٰی پ?? خپل آخري وخت كښې زمونږ لپ??ره ښه يادونه پرېښودلې دي٬لوے څښتن دې هغ?? له لوړې درجې وركړي او د هغه ماشومانو او كورنۍ لپ??ره دې آسانۍ پېدا كړي۔ په قومي اسمبلۍ كښې د مخالفې ډلې مشر عمر ايوب ووئيل چې اېډوكېټ ممتاز م??طفٰی زمونږ د ګوند غړے و٬ هغه د يو شفيق شخصيت مالك او عاجز انسان وو هغه به تل خلكو ته عزت وركولو۔ ده ووئيل چې تېره ورځ هغه زمونږ سره په ايوان كښې د اسماعيل هنيه شهيد د غائبانه جنازې مونځ هم ادا كړو۔ده ووئيل چې د ممتاز م??طفٰی كمي به مونږ ته شدت سره محسوسېږي٬ لوے څښتن دې د هغه كورنۍ له صبر وركړي او هغ?? له دې په جنت الفردوس كښې ځايې وركړي۔مونږ ټول خپل ملګري لپ??ره غمجن يو۔د پاكستان پيپلز ګوند غړي سيد نويد قمر د ممتاز م??طفی په مړينه د غم دړد او افسوس څرګندونه كولو سره ووئيل چې مونږ ټول ارواښاد لپ??ره لاس په دعا يؤ٬د دې ايوان هر غړې 8 څخه د 9 لكه كسانو نمائندګي كوي د كوم يو تن تلل د 8 نه تر د 9 لكه خلكو غږ خاموشه كېدل وي۔ مونږ ټول د ارواښاد آخري سفر لپ??ره لاس په دعا يؤ۔د سني اتحاد كونسل غړي ملك عامر ډوګر ووئيل چې ممتاز م??طفٰی د آخرت په سفر لاړو لوے څښتن دې هغه وبخښي٬مونږ ټول غمجن يؤ۔ لوے څښتن دے هغ?? له په جنت الفردوس كښې ځاې وركړي۔
د ټولو پارليماني ګوندونو د ممتاز مصطفٰی په مړينه د غم دړد او افسوس څرګندونه
ईवीओ ऑनलाइन विश्वसनीय मनोरंजन वेबसाइट
مضمون کا ماخذ : شریر چڑیل