اسلام آباد 08 ??ئي (اے پي پي) وزيراعظم محمد شهباز شريف په ??ېواد كښې د تعليم ودې لپاره د تعليمي ايمرجنسي اعلان او د سکولونو نه بهر 2 كروړه 60 لكه كوچنيانو په سكولونو كښې اندراج لپاره د عزم پخلي كولو سره وئيلي دي ?? تعليم نه غېر يو قام پرمختګ نشي كولې٬ د پاكستان قام په عزم او حوصلې سره په ??ر ډول چېلنج د قابو موندلو صلاحيت لري، په ??ېواد كښې به د تعليم څانګې پخپله نګراني كوم٬ كه مونږ يو موټي كېدو كار وكړو نو پاكستان به په ??ره څانګه كښې خپل نوم پېدا كړي۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د شورو په ??رځ د تعليم څانګې پحقله قامي كنفرنس ته وېنا كښې وكړه۔ وزيراعظم ووئيل دا ډېر مهم كنفرنس دے٬ د تعليم نه غېر يو قام پرمختګ نشي كولې٬ د برتانيه پاکستان كښې د تعليم، فني او وظيفائي تعليم ودې لپاره مرسته د ستائنې وړ ده٬ د قائد اعظم هم فرمان دے چې تعليم زمونږ لپاره د مرګ او ژوند معامله ده، د هر قام پرمختګ تعليم سره تړلے دے٬ وزيراعظم ووئيل په ??وچنيانو كښې غذائي كمے لويه مسئله ده ٬ په دې قابو موندلو ته اړتيا ده٬ ده ووئېل زمونږ دوه كروړه 60 كله هلكان او نجلۍ د سكولونو نه بهر دي٬ د تعليم ودې لپاره مالي وسائل لويه مسئله ده خو چې كله عزم كلك وي نو په ??ر چېلنج قابو موندلے كېدے شي، ده ووئېل پاکستان په چيلنجز قابو موندلو سره اتومي طاقت جوړ شوے۔ ده ووئيل د ترهګرۍ په ضد جنګ كښې پاكستان د اتيا زره وګړو قربانۍ وركړي او د ترهګرۍ خاتمې لپاره ئې وسائل وركړي، ده ووئېل د ترهګرۍ په ضد جنګ نه يواځې د پاكستان دننه بلكې په ??ړۍ كښې امن لپاره پېل كړے شوے، دا ھغه مثالونه دي چې ورسره زمونږ حوصله زياتېږي ٬ ده ووئېل كله چې عزم قوي وي نو تاسو په سختو او چېلنجونو قابو موندلو كښې كاميابېدې شۍ، د پاکستان قام د خپل عزم او حوصلې د لارې په ??ر ډول چېلنج د قابو موندلو صلاحيت لري۔ ده ووئيل كله چې زه د پنجاب وزيراعليٰ ووم نو مونږ د كال 2008 ??ه تر 2018 په سكولونو كښې د ماشومانو داخله لوړې كچې ته رسول باري كړې وه ، د سوئيلي پنجاب زده كوٶنكو انجونو ته د تعليم سره زر وركولو لپاره مونږ زېور تعليم پ??وګ??ام پېل كړے ؤ چې له مخې ئې ماشومانو لپاره تعليمي وظيفي او د يونيفارم بندوبست شوے ؤ ٬ د دغې پروپګرام په سبب 90 زره زده كوٶنكې په سكولونو كښې داخلې شوې وو ٬ ده ووئېل په ??اشومانو مشقت كوونكو مور او پلار سره مو مالي مرسته كړې وه ٬ په ??نجاب كښې د برتانيه حكومت په ??رسته پنجاب ټيکنيکل ووکيشنل کمپني جوړه كړې شوې د كومې پېل چې د سوئيلي پنجاب څخه د كولو نه وروستو دغه دائره تر ټولې صوبې غزولې شوې چرته چې د زرګونو په شمېر ځوانانو ته فني او وظيفائي تعليم باوري كړے شوې۔ وزيراعظم ووئيل د سکول نه بهر ماشومانو ته د تعليم وركولو چېلنج سخت دے خو ناممكن نه دے، زه به خپله په ??ېواد كښې د تعليم د څانګې نګراني كوم او دا دوه كروړه 60 لكه ماشومان به ډېر زر په سكولونو كښې داخل شي، دې لپاره ګرد هېواد كښې تعليمي اېمرجنسي اعلانوم٬ ده ووئېل زه به څلورو واړو صوبائي اعلٰې وزيرانو سره خپله ملاقات كوم٬ تعليم زمونږ د كوچنيانو او د سباٶن معامله ده٬ د تعليم نه غېر پرمختګ او د خوشحالۍ مقصد نشي ترلاسه كېدے٬ تعليم د كردار سازۍ نه علاوه زراعت، صنعت او د نورو څانګو مخ په ??ړاندې بوتللو لاره ده٬ ده ووئېل د پاكستان ټولنه به ډېره زر لوستې ټولنه جوړه شي۔ وزيراعطم شهباز شريف ووئيل كه مونږ يو موټي كېدو سره كار وكړو نو پاكستان به په ??ره څانګه كښې خپل نوم پېدا كړي۔ كنفرنس ته د تعليم وزير ډاكټر خالد مقبول صديقي٬ پاکستان كښې د يونيسېف نمائنده عبدالله اے فاضل٬ پاکستان كښې د برتانيه هائي کمشنرې جېن ميريټ او د نړيوال بېنك نائب صدر مارټن ريزر هم وېنا وكړه۔
د تعليم نه غېر يو قام پرمختګ نشي كولې٬ پاكستانے قام په عزم او حوصلې سره په هر ډول چېلنج د قابو موندلو صلاحيت لري۔ د وزيراعظم محمد شهباز شريف د تعليم څانګې په اړه قامي كنفرنس ته خطاب٬ د تعليمي اېمرجنسي اعلان
Lucky Clover Ms. Entertainment Official APP
مضمون کا ماخذ : تھور میگا ویز کی طاقت