اسلام آباد۔8فروری (اے پی پی) د الېکشن کمېشن آف پاکستان (ای سی پی) وياند هارون شنواري وئيلي دي چې په ګرد هېواد كښې كوټلې حفاظتي اقداماتو سره ټولټاكنو لپاره د ووټنګ عمل پرته له كوم ځنډ او په سولييز ډول روان دے۔ د زيارت په ورځ نجي ټي وي چېنل سره خپلو خبرو كښې ده ??وئيل تر دې دمه د تشدد او ټګۍ كومه پېښه رپورټ شوې نه ده٬ د ټاكنو عمل په سولييز ډول سر ته رسولو له د امنيت ټينګښت باور?? كولو په لړ كښې ټول اړوند وسائل كارولې شي۔ ده ??وئيل وګړي په لويه شمېره كښې ??پل ووټ كاسټ كولو له اړوندو پولنګ سټېشنونو ته روان دي۔ ده ??وئيل په پولنګ سټېشنونو د اولس ټرن آؤت د اطمينان وړ دے۔ الېكشن كمېشن آف پاكستان شکایات درج كولو له يو هېلپ لائن جوړ كړے دے۔ اولس په هېلپ لائن 051-111327000 كال كولو سره 24 ساعته ??پل شكايت درج كولې شي۔ ده ??وئيل ووټرز په 8300 د اېس اېم اېس د لارې ??پل شناختي كارډ لمبر لېږلو سره د ??پل ووټ او پولنګ سټېشن تفصيلات ترلاسه كولې شي۔ ده زياته كړه چې الېكشن كمېشن په څلورو واړو صوبو كښې 90 زره 6 سوه 75 پولنګ سټېشنې جوړې كړې دي۔ ده ??وئيل نن په ګرد هېواد كښې عامه رخصتي ده دغسې چې ووټرز اسانۍ سره او له كومې ستونزې پرته د رايې حق وكاروي۔
په ګرد هيواد كښې د ووټنګ عمل پرته له كوم ځنډ او په سولييز ډول روان دے ٬ د اليكشن كميشن وياند
God of Wealth wins official entertainment official website
مضمون کا ماخذ : فنکی پھل