اسلام آباد 25 فروري (اے پي پي) د قامي اسمبلۍ سپيکر اسد قيصر س??ه د زيارت په ورځ په پارليمنټ هاؤس كښې د پاکستان لپا??ه د افغان صدر خاص نمائنده عمر داؤدزئي ملاقات کړے ۔ د ملاقات په مهال په دوه اړخيزه اړيكو، تجارت ته د ودې وركولو پشمول په نورو چارو د خيالاتو څرګندونه شوې ۔په دې موقع په خپلو خبرو كښې د قامي اسمبلۍ سپيکر اسد قيصر ووئي?? د ??اکستان او افغانستان اولس يو بل س??ه د ميني ٬ ورورولۍ او كلتور خپلولي لري، پاکستان افغانستان كښې امن له د افغان دولت او اولس سره اوږه په اوږه ولاړ دے۔ده ووئيل مستحکم او قوي افغانستان پاکستان او د سيمې په ګټه دے۔ده ووئي?? د ??اکستان موجوده حکومت افغانستان س??ه په پراخه بنيادونو تجارت او سرمايه كارۍ ته وده وركول غواړي، پاکستان خواهش لري چې سي پيك منصوبې څخه افغانستان استفاده وكړي، سي پيک منصوبه سيمه كښې معاشي او اقتصادي پرمختګ لپاره به ګيم چينجر منصوبه ثابت شي ٬ په جغرافيائي اعتبار سره افغانستان مينځني اسياﺀ لپاره ګيټ وے دے۔ ده ووئيل پاك،افغان تجارت او سرمايه کارۍ لپاره اومي اسمبلۍ پاك،افغان فرينډشپ ګروپ ايګزيکټو کمېټۍ په مرتب شوي سفارشات عملدرآمد كيږي، افغان زدكونكو او رنځورانو لپا??ه د ويزې په پاليسۍ كښې نرمي كولو سره افغانان په پاکستان كښې د صحت او تعليم آسانيو څخه استفاده کولې شي۔په دې موقع افغان صدر خاص نمائنده ووئي?? د ??اکستان او افغانستان سياسي قيادت ترمينځه رابطې خوشبينه دي، افغانان د پاکستان س??ه د ملګرتيا اړيكو او ورورولۍ په بنيادونو خپلولۍ ته د قدر په سترګو ګوري۔ده ووئيل افغانستان كښې امن لپا??ه د پاکستان خذمات د ستائني وړ دي۔ده ووئيل افغانستان كښې د پاكستان په مرسته روانو منصوبو لپاره افغانان د پاکستان مننه كوي۔(
پاکستان او د افغانستان اولس يو بل سره د مينې ٬ ورورولۍ او كلتور خپلولي لري، د قامي اسمبلۍ سپيکر اسد قيصر سره د پاکستان لپاره د افغان صدر خاص نمائنده عمر داؤدزئي ملاقات
مضمون کا ماخذ : میگا ملینز کے نمبر