اسلام آباد 20 فروري (اے پي پي) د خزانې وزير شوكت ترين وئيلي دي چې وزيراعظم عمران خان د رياست مدينه په طرز اولس بااختياره كولو لپاره په خپل نصب العېن عمل كوي. د رېډيو پاكستان په پروګرام كښې په خپلو خبرو كښې ده ووئيل چې عام وګړي لپاره د صحت كارډ او احساس پورټل پشان يو شمېر سكيمونه پېل كړې شوي دي. ده ووئيل چې د بهر مېشته پاكستانيانو اسانيو لپاره هم يو شمېر اقدامات شوي دي چې پكښې دوي ته د ووټ حق وركول، روشن ډېجيټل اكاٶنټس او د املاك په اړه ستونزې په ترجيحي بنيادونو حل كول شامل دي.ده ووئيل چې وزيراعظم د پخوانو واكمنو برعكس يو رښتونې او سپېځلې سړے دے، پخوانو واكمنو په كرپټ طريقو پېسه ګټلې. ده ووئيل چې وزيراعظم به خپل عزم سره هېواد په يو رښتيني فلاحي رياست كښې بدل كړي.
مضمون کا ماخذ : جادوئی اسپن