اسلام آباد۔ 14جون(اے پی پی)د منصوبه بندۍ او پرمختګ وفاقي وزير احسن اقبال وئېلي دي چې د كال 2018 نه تر 2021 په مهال 166207 مېټر?? ټن كارګو او د كال 2022 نه تر 2023 په مهال 637124 ميټر?? ټن كارګو په بند ځاريونو لنګر انداز شوې٬په ګوادر كښې د تېرو 3 مياشتو په مهال 18 پروژې تر پاې رسولې شوي كوم چې د دې خبرې ثبوت دې چې موجوده حكومت د سي پېك له مخې د روانو پروژو بشپړولو له لوظي دې او تېر حكومت سي پيك تباه كړې۔د دې خيالاتو څرګندونه وفاقي وزير په ګوادر كښې د روان سي پېك پروژو جائزه اخستلو لپاره د اعلٰی كچ غونډې مشري كولو په مهال كړی??په غونډه كښې د وفاقي او صوبائي وزارتونو او ټولو سټيك هولډرز ګډون وكړو۔وفاقي وزير ووئيل چې په تېرو څل??رو كلونو كښې په ګواد كوم پېشرفت نه دې شوې٬د برښنا او اوبو هغه پروژې كومې چې په كال 2018 كښې بشپړېدونكې وې هغه په هغه ځاې دي٬د ګوادر پروژې ولې ودرولې شوي دا لويې سواليه نشان دې د كوم ځواب چې تېر حكومت له وركول دي٬په اوسني بجټ كښې د بلوچستان صوبې پرمختګ په بجټ كښې تر ټولو زياته برخه وركړی شوې۔وفاقي وزير ووئيل چې په كال 2015 ك??ې د ګوادر پرمختګ لپاره چې كوم اهداف مقرر كړی شوي وو هغه د بدلون په نظر شوي۔وفاقي وزير ووئيل چې په اوسني بجټ كښې د تعليم٬روغتيا٬سماجي څانګې لپاره يو لويې رقم بېل كړی شوې دغسې چې د بلوچستان اولس ته ضروري آسانۍ ترلاسه شي
د منصوبه بندۍ او پرمختګ وفاقي وزير احسن اقبال په مشرۍ كښې په ګوادر كښې د سي پېك روانو پروژو په اړه جاج غونډه
Monkey King Legend Online Entertainment Website
مضمون کا ماخذ : لاٹری نمبر کا انتخاب