پېنډۍ ۔30جون(اے پی پی) د پنجاب د كركيلې څانګې وياند وئيلي دي د كرونده ګرو خېر ښېګړې او د كركيلې پرمختګ لپاره ګرد پنجاب كښې په كسان دوسته منصوبو عمل درآمد روان دے٬ په دې كښې تر ټولو زياته مهمه منصوبه د وزيراعظم پاكستان سپارښتنې په رڼا كښې د كسان كارډ په نامه پنجاب كښی پېل كړې شوې۔ د كسان كارډ اجرا د كركيلې څانګې او اېچ بي اېل كونيكټ شريكه هڅه ده۔ كسان كارډ د يوې ټاكلې تګلارې له مخې جاري كولې شي۔ د كركيلې څانګې او اېچ بي اېل كونېكټ ايجنټ كلي په كلي ګرځي او كسان كارډ لپاره د كرونده ګرو رجسټرېشن كوي۔ د كرونده ګرو بائيو مېټرك تصديق نه پس د 500 روپو نه د اېچ بی اېل کونېکټ ايجنټ د اړوند كرونده ګر اكاؤنټ پرانيزي۔ د دې پېغام كرونده ګرو ته د موبائل فون دلارې ترلاسه كېږي او دې نه پس د كرونده ګر كسان كارډ د جوړېدو پړاؤ ته لاړ شي۔
مضمون کا ماخذ : prêmios raspadinha