اسلام آباد 27 ستمبر (اے پي پي) د روغتيا وفاقي وزير عبدالقادر پټيل وئيلي دي سيلاب ځپليو ضلعو كښې هيلتھ كيمپس لګولو سلسله روانه ده، ځپليو له طبي آسانيو وركولو وركولو ته پام لرنه كوو۔د نهي په ورځ وزارت لخوا جاري شوې بيان له مخې وفاقي وزير ووئيل سيلاب ځپليو لپاره د روغتيا آسانيو وركولو له ټول ضروري اقدامات باوري كوو۔ده ووئيل خېبرپښتونخوا ، سندھ ، بلوچستان او پنجاب كښې 48 هيلتھ كيمپس لګولې شوي۔ده ووئيل د خېبر پښتونخوا په 8 ضلعو كښې 16 ، د پنجاب په دوو ضلعو كښې 4 ، د بلوچستان په 7 ضلعو كښې 14 او د سندھ په 10 ضلعو كښې 14 هيلتھ كيمپس لګولې شوي۔ده ووئيل په مجموعي توګه 5542 رنځورانو له طبي مرسته وركړې شوي،د 5 كلونو څخه كم عمره 1152 ماشومانو له طبي مرسته هم وركړې شوې ۔ده ووئيل هيلتھ كيمپس كښې 599 ماشومانو له د پوليو حفاظتي څاڅكي وركړې شوي او 292 ماشومانو ته حفاظتي ټيكې هم لګولې شوې دي۔
سيلاب ځپليو له طبي آسانيو وركولو ته پام لرنه كوو،ځپليو ضلعو كښې د هيلتھ كيمپس لګولو سلسله روانه ده ۔ د روغتيا وفاقي وزير عبدالقادر پټيل
مضمون کا ماخذ : پاکستان لاٹری نمبر