اسلام آباد 02 دسمبر (اے پي پي) د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير چوهدري فواد حسېن وئيلي دي پي ډي اېم د ستړو شوو پهلوانانو ډله ده،د اي وي اېم په اړه اپوزېشن خپل تحفظات پخپله لر كول نه غواړې،د ټاكنو كمېشن چې د اي وي اېم لپاره كومه هم مرسته پكار وي هغه به كولې شي ، په پخواني دور كښې د خرابو پاليسيو په وجه نن اولس د ګرانۍ سره مخ دے ، شاهد خاقان عباسي د ګرانۍ خبره كوي، نن ګراني د هغوې د ناكامه پاليسيو په سبب راغلې ، ن ليګ او پي پي پي په خپل خپل وخت كښې كه پاليسۍ ښې كړې وې نو نن به دا صورتحال نه ؤ ۔د دې خيالاتو څرګندونه ده د زيارت په ورځ وزيراعظم عمران خان په مشرۍ كښې د پاكستان تحريك انصاف كور كمېټۍ غونډې نه پس ميډيا سره په خپلو خبرو كښې وكړه۔ د اطلاعات وفاقي وزير ووئيل د پي ټي آئي كور كمېټۍ غونډې بنيادي ايجنډا بلدياتي ټاكني وې ، خېبر پښتونخوا كښې بلدياتي ټاكنې به په 19 دسمبر كېږي چرته چې به په 17 ضلعو كښې د 37 زره كانديدانو ترمينځه سيالۍوي، په مجموعي توګه تحصيل چيئرمېن او ميئر لپاره د 689 كانديدانو ترمينځه مقابله ده دغسې 19282 كانديدان نيبر هوډ كونسلز كښې په ټاكنو كښې برخه اخلي۔ده ووئيل په پنجاب كښې د بلدياتي ټاكنو نوے سټركچر به معرفي كولې شي،په دې اړه اتحاديانو سره خبره شوې۔ د اطلاعات وفاقي وزير ووئيل د پنجاب نوے لوكل ګورنمنټ ايكټ به په راروانو يو څو ورځو كښې منظور كړے شي ٬ دې سره به پنجاب كښې د ځائي حكومتونو لاره سمه شي۔ده ووئيل د پنجاب بلدياتي ټاكنې به د اي وي اېم د لارې كولې شي ، د پنجاب حكومت په قانون كښې وړاندې څخه بدلون كړے۔ چوهدري فواد حسېن ووئيل د ټاكنو كمېشن په سم پلو مخ په وړاندې روان دے ، ټيكنيكل كميټيو جوړولو سره به معلومه شي چې څه ډول د اي وي اېم د لارې ټاكنې كيدې شي،په دې اړخه چې كومه هم مرسته پكار وي هغه به كولې شي۔ده ووئيل ميډيا كښې د د ګرانو ټاكنو تاثر غلط دے ، په اي وي اېم ټاكنو لګښت د عمومي ټاكنو د لګښت برابر دے، مونږ له به بيا بيا اليكټرانك ووټنګ مشينونه اخستل نه وي او دغسې به د ټاكنو پراسيس نور هم آرزان شي۔ده ووئيل د پي ټي آئي كور كمېټۍ غونډه كښې ډاكټر ثانيه نشتر د سماجي ښېګرې بيلو پروګرامونو په اړه بريفنګ وركړے۔ده ووئيل احساس پروګرام او صحت كارډ پروګرام لويه منصوبه ده ، پنجاب لپاره صحت كارډ به د درې سوه اربه روپو پراجيكټ وي ، د پنجاب ټولو وګړو ته به تر لس لكهه روپو درملنې آسانۍ ترلاسه وي،دا ډول آسانۍ په كوم پرمختللي هېواد كښې نشته۔ ده ووئيل مونږ خواهش لرو چې د بلوچستان او سندھ حكومتونه هم د دې پروګرام برخه وګرځي۔ده ووئيل د سندھ حكومت كردار د اولس مخالف دے۔د اطلاعات وزير ووئيل دا به وړومبے پروګرام وي كوم كښې چې د وزيرانو او صلاحكارو ګټه نشته۔ چوهدري فواد حسېن ووئيل د كور كمېټۍ په غونډه كښې د ګرانۍ صورتحال هم جاج اخستلے شوے ، د بيعو حساس اشاريه انډيكس كښې 0.67 فيصده كمے راغلے ۔ده ووئيل زمونږ حكومت په پاكستان كښې د نړيوالې ګرانۍ اثرات كمولو مرستيال دے،په سباؤن كښې به د ګرانۍ كمېدو صورتحال نور هم ښه شي او عام وګړي ته به ګټه ورسي۔د يوې پوښتنې په ځواب وفاقي وزير ووئيل شاهد خاقان عباسي د ګرانۍ خبره كوي، د دې اهميت ځكه نشته چې نن ګراني د هغوې د خرابو پاليسو له امله ده ، ن ليګ او پيپلز پارټي كه په خپل خپل وخت كښې ښه پاليسۍ جوړې كړې وي نو نن به مونږ په بهر نړۍ انحصار نه كولو۔ده ووئيل شاهد خاقان عباسي له بلنه وركوم چې د پاكستان بيورو آف شماريات سره كېښني ځكه چې د ن ليګ زياتره وګړي ورځپاڼې هم پوره نه لولي، هغه له بلنه وركوم چې وړاندې په سسټم ځان پوهه كړي ،د بيعو حساس اشاريه انډيكس كښې 40 فيصده شميرې كراچۍ څخه راځي۔ وفاقي وزير ووئيل اپوزيشن پارليماني پارټۍ غونډه كښې ګډون له چمتو نه دے،هغه د ستړو شوو پهلوانانو ډله ده، د اي وي اېم په اړه اپوزيشن خپل تحفظات پخپله لر كول نه غواړې۔
پي ډي اېم د ستړو شوو پهلوانانو ډله ده ، اي وي اېم په اړه اپوزېشن خپل تحفظات پخپله لر كول نه غواړې ، د ټاكنو كمېشن چې د اي وي اېم په اړه كومه مرسته پكار وي هغه به وركولې شي، د اطلاعات وفاقي وزير چوهدري فواد حسېن ميډيا سره خبرې
مضمون کا ماخذ : como jogar na loteria