په آئيني ډول اقتدار څخه اخوا كړے شوے كس رياست بليك ميل كوي،د رياست چارې په ګډه حل كولو ته اړتيا ده ۔ د دفاع وزير
Baccarat Squeeze Game Cards Official Betting
APP05-17
ISLAMABAD: January 17 - Federal Minister for Water and Power, Khawaja Muhammad Asif talking to media persons after attending a national seminar on Hydro Politics Around Pakistan; Reassessing the Efficacy of Indus Water Treaty (IWT) at Institute for Strategic Studies Research and Analysis (ISSRA) at National Defence University. APP photo by Saeed-ul-Mulk
اسلام آباد 19 اكتوبر (اے پي پي) د دفاع وزير خواجه محمد آصف وئ??لي دي په قانوني او آئيني ډول اقتدار څخه اخوا كړے شوے كس رياست بليك ميل كوي،د اقتدار جنګ بيا هم كيدے شي،د رياست چاري په ګډه حل كولو ته اړتيا ده، په ماضي كښې حكمران اشرافيه چې كومي غلطۍ كړې نن د هغې د نتيجو سره مخ يو۔د ش??رو په ورځ قامي اسمبلۍ كښې د دفاع وزير خواجه محمد آصف د سردار اختر ??ين??ل ?? اړخه پورته شوې نكتي ځواب كښې ووئيل سردار اختر ??ين??ل چې څه هم په دې ايوان كښې وئ??ل هغې څخه اختلاف نه شي كيدے، كوم زخم چې د رياست په وجود لګيدلے په هغې ملهم اېښودو ته اړتيا ده، قام چې چا له وقار او توقير وركړې د هغوي دا فرض دي چې د رياست وجود ته پېښو مسئلو حل ولټوي، ده ووئېل اختر ??ين??ل داسې معاملات چېړلي كوم چې زمونږ د رياست په جسم لګيدلې زخمونه دي ،د دې نظر انداز كول به خطرناك ثابت شي۔ده ووئيل په ماضي كښې څه داسې اقدامات شوي ،كه دغه ټول اقدامات ته كتلے شوې وو نو دا حالات به نه وؤ۔ دا د رياست مسئله ده،دا د كوم يو كس نه بلكه د ټول قام مسئله ده۔ده ووئيل ځينې داسې چارې شته په كوم چې بايد مونږ په ګډه سوچ وكړو او د هغې حل ولټولې شي۔ ده ووئيل 11٬ 12 كاله وړاندې سوات كښې چې څه شوي هغه څه هلته بيا پيل شوي ۔يوه خبره ښه ده چې د سوات وګړي غير د سياستي اختلاف بهر راوتللي دي۔ جمهوري ټولنو كښې هم داسې كېږي۔ سوات او ځيني نورو سيمو كښې چې څه كېږي په هغه اوور كښې تول سوزيدلے شي ، وزيراعظم له به دا مسئله په اعليٰ كچه حل كولو ته پام لرنه كول وي