اسلام آباد۔24ستمبر (اے پی پی) صدر ډاکټر عارف علوي وئیلي چې دا مهال زموږ تر ټولو مهمه ستونزه معيشت ده، باید د تفاهم له لارې د اقتصادي پرمختګ لپاره په ګډه کار وکړے شي، د ټاكنو حوالې سره مسئله دې د خبرو اترو له لارې هواره شي، د پاك پوځ د تعينات كېدو حوالې سره د اپوزيشن دريځ اورېدو كښې هېڅ حرج نشته٬ د آ??ين د حد دننه پاتې كېدو سره بايد ټول كارونه وكړې شي۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د خالي په ورځ يو شخصي ټي وي چي??ل سره د مركې په مهال وكړه۔ ده ووئيل سېلاب او د كرونا وبا قدرتي آفتونه دي او پاكستان ??ه دې كښې هيڅ لاس نه لري۔ صدر نړيوالې ټولنې ته خواست وكړو چې پاكستان ??ښې دسېلاب ځپليو مرسته وكړي۔ ده وئيل آ??ين چې ماته كومه ذمه واري سپارلې ده زه به د هغې له مخې كار كوم۔ اوس وخت راغلې چې مونږ كومې نتيجې ته ورسؤ۔ د وخت نه وړاندې د ټاكنو په اړه صدر ووئيل د ټاكنو په كولو كښې د كال نه كم وخت پاتې دې كه درې څلور مياشتې دا وړاندې وروستو كړې شي نو هېڅ مسئله نشته۔ ده ووئيل د خپل ملت د عظمت خبره بايد هر څوك وكړي ولې چې پخوا قائداعظم محمد علی جناح، ایوب خان،ذوالفقار علی بھټو او د بے نظیر بھټو په شمول سياسي مشرتابه د خپل ملت د عظمت خبره كړې ده۔ ده ووئيل زه ډېرې هیلې لرم، خو له مهمو هیلو څخه ?? ښځو د رول پراختیا، د ځوانانو تعلیم او د هېواد د خپلواکۍ د تصور ترویج ډېر مهم دے. ده ووئي?? چې كه پاكستان ??ښې معياري تعليم وركړې شي او هېواد په فكر كښې وده وكړي نو په نړۍ كښې به لوئ مقام ترلاسه كړي
زموږ تر ټولو مهمه ستونزه معيشت ده، باید د تفاهم له لارې د اقتصادي پرمختګ لپاره په ګډه کار وکړے شي٬ صدر مملكت ډاكټر عارف علوي
No Communication Baccarat Official Link
مضمون کا ماخذ : ٹکی انماد