رپورټس راغلي چې پي ټي آئي په الېكشن كمېشن بريد كولے شي، چا ته به په رېډ زون كښې د داخلې او د الېكشن كمېشن په وړاندې د احتجاج اجازه نه وركوٶ۔ د وفاقي وزير رانا ثناء اﷲ د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزيرې مريم اورنګزېب سره خبري كنفرنس ته وېنا
Moonstone Blackjack Credit Platform
APP62-030822
ISLAMABAD: August 03 - Federal Minister for Interior Rana Sana Ullah Khan along with Minister for Information and Broadcasting Maryam Aurangzeb addressing a Press Conference. APP
اسلام آباد 03 اګست (اے پي پي) د كورنيو چارو وفاقي وزير رانا ثناء اﷲ وئيلي دي رپورټس راغلي چې پي ټ?? آئي په الېكشن ??مې??ن بريد كولے شي،چا ته به په رېډ زون كښې دا داخلې او د الېكشن ??مې??ن په وړاندې د احتجاج اجازه نه وركوٶ، پي ټ?? آئي د احتجاج په نامه اړے ګړے خپرول غواړي، د طاقت په زور كه چا په رېډ زون كښې د داخلېدو هڅه وكړه نو په سختۍ سره به د دوي لاره نيولې شي، د سپريم کورټ او د اسلام آباد هائي کورټ لخوا په مختص كړو ځايونو كښې سوله ايز احتجاج كوٶنكو ته به د سيكيورټي پشمول نور سهولتونه وركولې شي۔ د شورو په ورځ د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزيرې مريم اورنګزيب سره پرېس كنفرنس ته خپلې وېنا كښئ ده ووئيل عمران خان د اليکشن کميشن د پرېكړې نه پس غېر ملكي اېجنټ ګرځېدلے ۔ ده ووئيل تحريك انصاف د عدليه لخوا مختص كړو ځايونو كښې احتجاج كولې شي٬په دې ځايونو كښې سوله ايز احتجاج كوٶنكو ته به د سيكيورټي پشمول نور سهولتونه وركولې شي ٬ كه دوي د قانون خلاف ورزي وكړه نو د دوي په ضد به كاروائي كولې شي۔ داخله وزير پي ټ?? آئي له خبردارے وركولو كښې ووئيل نن عمران خان خپل بيان او د فواد چوهدري ميډيا سره د خبرو په مهال ووئيل سباله به د الېكشن ??مې??ن آف پاكستان په وراندې احتجاج كولې شي٬د رپورټس له مخې تحريك انصاف د احتجاج په اړ كښې د ورانكارۍ اراده لري٬ كه دوي ته د الېكشن ??مې??ن په وړاندې د احتجاج اجازه وركړې شوه نو دوي په ??مې??ن بريد كولے شي۔ داخله وزير ووئيل سپريم کورټ او اسلام آباد هائي کورټ خپلو پرېكړو كښې وئيلي ديريډ زون كښې به د احتجاج كولو اجازه نه وي او الېكشن ??مې??ن په رېډ زون كښې دے۔ داخله وزير د تحريك انصاف مشرانو او وركرانو ته وارننګ كښې ووئيل سبا له په رېډ زون كښې د داخلېدو هڅه مه كوۍ بلكې د سپريم کورټ او هائي کورټ په اېچ نائن او ايف نائن كښې د احتجاج پحقله چې كومې سيمې مختص كړي او كوم ځاے چې وړاندې هم احتجاج كېدو هلته احتجاج وكړئ۔ ده ووئيل په رېډ زون كښې به د داخلې چا ته هم اجازه نه وي او كه چا د طاقت د لارې د داخلېدو هڅه وكړه نو د دوي لاره به نيولې شي۔ ده ووئيل د تحريک انصاف قيادت د ټيئر ګېس په استعمال وائي چې په مونږ ظلم كېږي او دوي ته معلومه نه ده چې په سياسي هلو ځلو كښې كومو كومو ستونزو سره مخ كېدل وي۔ رانا ثناء اﷲ خان ووئيل د پي ټ?? آئي په دور كښې مونږ د يو شمېر ناوړه انتقامونو نه راتېر شوې يو۔ ده ووئيل سوله ايز احتجاج په جمهوري معاشره كښې د هر چا حق وي، په مختص ځايونو كښې احتجاج وكړئ او سوله ايز اوسۍ نو سهولتونه دركوٶ خو د الېكشن ??مې??ن په وړاندې به هېچرې د احتجاج اجازه درنه كړو۔ ده ووئيل كه چا د قانون خلاف ورزي وكړه نو سختي به ورسره كولې شي