ملګري ملتونه 18 جولائي (اے پي پي) پاکستان وئيلي دي چې د خوراك ، ايندھن او مالياتي بحرانونو مخنيوي لپاره د هڅو كولو باوجود د تل پاتي پرمختګ په هدفونو (اې?? ډي جيز) عملدرآمد كښې پېشرفت شوے دے چې مقصد ئې د غربت خاتمه، د کرہ ارض حفاظت او هر ځائ او هر ژوند ښه كول دي٬ په ملګرو ملتونو كښې د پاكستان لنډمهاله مستقل نمائندہ عثمان جدون د ملګرو ملتونو د اقتصادي او سماجي کونسل (اي سي او اېس او سي) تر سيوري لاندې د لوړې كچې سياسي فورم (اېچ اېل پي اېف) عمومي بحث ته خپله وېنا كښې ووئيل پاكستان د تل پاتي پرمختګ هدفونه ترسره كولو لپاره د ملګرو ملتونو د كال 2030 اېجنډا خپل قامي او پرمختيائي پاليسو او منصوبو كښې شامل كړې ده۔ ده ووئيل مونږ پاكستان لپاره د اې?? ډي جيز په نفاذ كښې پېشرفت كړې دې خو د نورو پرمختګ كوٶنكو هېوادونو په څير پاكستان هم ت?? كال 2030 د اې?? ډي جيز په ترلاسه كولو كښې يو شمېر چېلنجونو سره مخ دے په دې لړ كښې د پاكستان نمائنده پرمختګ كوٶنكو هېوادونو سره په تل پاتي پرمختيائي هدفونو ترسره كولو كښې مرسته كولو لپاره د زياته مالي مرستې په حاجت زور رواړې دې۔ ده د ماحولياتي بدلون په اړه ووئيل چې پاکستان په لوېنګ انډس انيشي ائيټو عمل درآمد كوي كومه چې د 25 منصوبو يوه مينو ده چې مقصد ئي د اباسين د اوبو ماحولياتي صحت بحالول دي۔ ده ووئيل مونږ ت?? كال 2030 د خپل توان 60 فيصده د تجديد وړ ذريعو څخه د پېدا كولو لوظ كړېدے او مونږ د خپل ابتدائي وارننګ صلاحيت زياتولو لپاره هم اهم اقدامات كړي دي۔ ده دا خبره په ګوته كړه چې دا مهال د اې?? ډي جيز فنانسنګ ګيپ 4 ټريلين ډالره نه زيات دے او ت?? كال 2030 په كلنه توګه 215 څخه 387 ډالره تر مېنځه اندازه لګولې شوې ده۔ ده ووئيل چې سركاري پرمختيائي مرسته ( او ډي اے) لوظونه زياتول او د دې پالنه ضروري ده۔ ده ووئيل اې?? ډي جيز يو خوشحال، سوله ايز او د تل پاتي سباٶن خاكه ده او نړۍ په ستمبر كښې په نيويارك كښې د ملګرو ملتونو په هيډکوارټرز كښې د مشرانو غونډې ̶0;سمټ اف فيوچر” ته سترګې په لار ده۔ ده زياته كړه چې مونږ له به ت?? كال 2030 اې?? ډي جيز ترلاسه كولو لپاره په هغه كوټلې اقداماتو متفق كېدل وي كوم چې دې لپاره زيات ضروري دي۔
پاکستان سره د چيلنجونو نړيوال پرمختيائي هدفونه ترسره كولو پلو پيشرفت كوي٬ عثمان جدون
मटर परी ईमानदार सट्टेबाजी प्रवेश द्वार
مضمون کا ماخذ : لاٹری آن لائن خریداری