اسلام آباد 21 اګست (اے پی پی)د پاكستان او سعودي عربستان ترمينځه پروازونه زياتولو سره د سفر خرڅونو په كمولو او پاكستاني حج او عمره كونكو ته د لا زياتو آسانيو په وركولو موافقت شوے دے٬ د سعو??ي د حج ??زير ډاكټر توفيق بن فوزان الربيعه وئېلي چې روډ ټو مكه پراجېكټ ته تر نورو هوائي مېدانونو پراختيا وركولو لپاره اقدامات كېږي٬د عمره كونكو د ويزې موده 30 ورځو څخه زياتولو سره 90 ورځو ته رسولې شوې٬عمرې لپاره تلونكے د پاكستان هر يو وګړے د تاريخي ځايونو پشمول ??ه ټول سعودي عربستان كښې هر ځاې ته تللې شي٬د پاكستان د حج ??وټې زياتولو لپاره هم ګامونه پورته كوو۔ د ګل په ورځ د پاكستان په دوره راغلي د سعو??ي د حج ??زير ډاكټر توفيق بن فوزان الربيعه او د مذهبي چارو نګران وفاقي وزير شريك خبري كنفرنس ته وينا كوله۔ په دې موقع د مذهبي چارو لنډ مهاله وفاقي وزير انيق احمد د سعو??ي د حج ??زير او د هغه د پلاوي هركلي كولو سره ووئيل چې خادمين حرمين الشريفين شاه سلمان ب?? عبدالعزيز او د سعودي ولي عهد شهزاده محمد بن سلمان پاكستان سره زياته مينه لري٬د سعو??ي د مذهبي چارو وزير اوسنۍ دوره هم د دغه مينې ثبوت دې٬د سعودي حكومت عمر له د پاكستان د حج او عمره كونكو په ښه ډول خذمت كړې۔ده ووئيل په نړۍ كښې تر ټولو زيات پاكستاني وګړي عمرې لپاره د سعودي عربستان دوره كوي۔ دغسې د حج حوالې سره هم د پاكستاني وګړو شمېره په نړۍ په دوهم لمبر ده۔ ده ووئيل روډ ټو مكه آسانۍ د سعودي حكومت د پاكستان حاجيانو له وركړي چې ترمخه يې د پاكستاني حاجيانو اميګرېشن په پاكستان كښې كېږي۔ده ووئيل مونږ په دې آسانيو كښې د كراچۍ٬لاهور٬كوئټې او پېښور هوائي مېدانونه شاملول غواړو۔ده ووئيل د سعو??ي د مذهبي چارو وزير باور راكړې چې ټو مكه آسانيو كښې پراختيا له به په بشپړه ډول ??ار كولې شي۔د مذهبي چارو وفاقي وزير انيق احمد ووئيل مونږ پروازونه زياتولو سره د سفر خرڅونو په كمولو او پاكستاني حج او عمره كونكو ته د لا زياتو آسانيو په وركولو خبره كړې ده۔ ده ووئيل د پاكستان د حج ??وټه 1 لك 79 زره 210 ده كومه چې د سعودي حكومت روان كال په مهال په ځاې ساتلې٬مونږ د سعو??ي د حج ??زير ته خواست كړی چې د پاكستان د آبادۍ تناسب تر نظ?? لاندې ساتلو سره دې دا كوټه زياته كړی شي۔مونږ ته د سعو??ي د حج ??زير باور راكړې چې د پاكستان د حج ??وټه زياتولو له به هم اقدامات كولې شي۔
عمرې لپاره د ويزې موده تر 90 ورځو پراخا كړې شوې٬ پاكستاني عمره كونكي به سعودي عربستان كښې چرته هم تللې شي۔ د سعودي د حج وزير او د مذهبي چارو نګران وفاقي وزير شريك خبري كنفرنس
Tiger makes money entertainment platform official website
مضمون کا ماخذ : جیک اور بین اسٹالک