اسلام آباد 31 اګست (اے پي پي) وزيراعظم عمران خان به (نن) د شورو په ورځ د احساس تعليمي وظائف پروګرام پرانسته كوي۔ د پروګرام له مخې به د ټولنې د بې وسه او كمزورو كورنيو كوچنيانو ته د پرائمري٬ سېكنډري او هائير سېكنډري تعليم لپاره سكالرشپس وركولې شي۔ د نهې په ورځ د جاري شوې بيان له مخې دا پروګرام به په ګرد هېواد كښې پېل كولې شي كوم چې د احساس وظائف پاليسۍ له مخې مرتب كړے شوے او په دې كښې د هلكانو په نسبت انجونو لپاره زيات سكالرشپس مختص كولې شي۔ احساس تعليمي وظائف پروګرام له مخې به د پرائمري سکول هلكانو ته 1500 روپۍ او جينكو ته دوه زره روپۍ وظيفه د دريو مياشتو په بنياد وركولې شي٬ د سيکنډري سکول هلكانو ته به 2500 روپۍ او انجونو ته به درې زره روپۍ او دغسې هائير سېکنډري هلكانو ته به 3500 روپۍ او انجونو ته به 4 زره روپۍ د دريو مياشتو په بنياد وركولې شي د كومو چې په سكولونو كښې حاضري 70 فيصده وي۔
وزيراعظم عمران خان به (نن) د احساس تعليمي وظائف پروګرام پرانسته كوي
مضمون کا ماخذ : لوٹومینیا